لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ کې د تشدد په پېښو کې 12 کسان وژل شوي دي


کراچۍ کې د تشدد په پېښو کې 12 کسان وژل شوي دي
کراچۍ کې د تشدد په پېښو کې 12 کسان وژل شوي دي

د تير يو شواروز په مهال دپاکستان دسندهـ ايالت سرښار کراچۍ کې دتشدد په بيلا بيلو پيښو کې ديوې ښځې په شمول خواؤشا 12 کسان وژل شوي او 16 نور ژوبل شوي دي.
دپوليسوترمخه په نوې کراچۍ کې ددوؤ مذهبي ډلو ترمينځ دنښتې په مهال ديوې ښځې په شمول څلور کسان وژل شوي او 12 ژوبل شوي دي.
مړۀ او ژوبل کسان عباسي روغتون ته رسول شوي دي.
پوليسو ددواړو ډلو 25 کسان نيولي او دهغوي څخه تپوس پوښتنې روانې دي.
دتيرو څو ساعتو راهسې په کراچۍ کې دډزو غږونه اوريدل کيږي چې له امله يې په خلکو کې ويره ترهه خوره شوې او په ښار کې دامنيت دټينگښت لپاره په گڼ شمير کې پوليس گمارل شوي دي.
په نوې کراچۍ کې دسندهي هوټل سره نزدې او په ناظم اباد سيمه کې دنامعلومو وسله والو لخوا درې کسان په ډزو سره وژل شوي او پوليسو دمير سيمې څخه په ډزو دويشتل شوي يو تن مړى ترلاسه کړى دى.
سرچينې وائي په موټر سائيکل سورو دريوؤ کسانو يو تن وتښتولو او وروستو دوژلو څخه وروستو يې دهغه مړى په خرادار سيمه کې وغورځولو او په لياري کې هم ديو نامعلوم تن چې تشدد پرې شوې مړى ترلاسه شوى دى.
همدغه شان دوه کسان چې پيژندگلو يې نۀ ده شوې دډزو په مختلفو پيښو کې په شاه فيصل کالونۍ او گلستان جوهر سيمو کې وژل شوي دي.
په کراچۍ کې دډزو دپيښو له امله دژوندې چارې په ټپه ولاړې او کاروباري هلو ځلو ته يې سخت زيان رسولى دى.
سرچينې وائي اولسي وگړي په ښار کې مارکيټونو ته دتللو څخه ويره چې له امله يې په کاروباري هلو ځلو بده اغيزه شوې ده.
په تيرو وختونو کې دهدفي وژنو ددغه رقم پيښو ذمه واري سياسي گوندونو متحده قومي موومنټ او اى اين پي په يو بل اچولې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG