لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : په دوؤ ورځو کې د تشدد په پېښو کې د وژنو شمېره د ۲۰ نه اوړېدلې


کراچۍ کې په دوؤ ورځو کې د وژنو شمېره د ۲۰ نه اوړېدلې ده .
کراچۍ کې په دوؤ ورځو کې د وژنو شمېره د ۲۰ نه اوړېدلې ده .

په کراچۍ کې دتشدد په تازه پېښو کې دوه پوليس او د سياسي ډلې يو غړی وژل شوی دی . ښار کې وژنو تازه لړۍ د تېرې ورځې راهسې پېل شوې ده . او په دوؤ ورځو کې د وژنو شمېره د ۲۰ نه اوړېدلې ده .


په کراچۍ کې دتشدد په تازه پېښو کې دوه پوليس او د سياسي ډلې يو غړی وژل شوی دی . ښار کې وژنو تازه لړۍ د تېرې ورځې راهسې پېل شوې ده . او په دوؤ ورځو کې د وژنو شمېره د ۲۰ نه اوړېدلې ده .
د پوليسو په وينا نن د اتوار په ورځ د بلديه ټاؤن په سعيداباد سيمه کې نامالومه وسله والو په يو دوکان ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې دوه پوليس مړه او يو بل کس ژوبل شوی دی .
د سيمې د پوليس چارواکو په وينا سعيداباد کې وژل شوي پوليس د عوامي نيشنل گوند د ځايې مشر عبدالرزاق بونيري په حفاظت مامور وو .
د عوامي نيشنل گوند سندهـ څانگې ترجمان د پېښې په اړه وئيلي ، چې سعيداباد کې د عبدالرزاق بونيري د گاډو د بېټريانو په دوکان باندې نامالومه وسله والو ډزې کړي او لاسي بم يې پرې ويشتی دی ، ولې په دغه مهال نوموړی خپله په دوکان کې موجود نه ؤ ځکه روغ پاتې شوی دی .
رزاق بونيري وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل ، چې د تېرکال د مئ په ټاکنو کې يې د صوبايې حلقې ۹۱ نه برخه اخيستې وه . او د ټاکنو وروستو ورته گواښونه پېل شوي دي . هغه وويل د نني بريد نه وړاندې يې يو ځل په کور او دوه ځله په دوکان دغه رنگ بريدونه شوي دي .
د نوموړي په وينا د طالبانو په نوم ورته ټيليفون راځي ، او ورته وايې چې ای اېن پي پرېږده او روپۍ ترې غوښتل کيږي .
د وژنو بله ورته پېښه د رشيداباد په سيمه کې رامنځته شوې ده ، او نامالومه وسله والو يو کس په نخښه کړی دی . د تحريک انصاف ډلې د سندهـ ويان دواخان صابر په وينا رشيداباد کې وژل شوی کس قاري جعفر د دوي د گوند غړی او د بلدياتي ټاکنو کانديد ؤ.
د پوليسوپه وينا دوه نور کسان د مواچهـ گوټ په سيمه کې د نامالومه وسله والو په ډزوکې وژل شوي دي ، او يو کس په شيرين جناح کالونۍ کې په هدف کړی شوی دی .
ښار کې د خالي د ورځې راهسې د وژنو په پېښو کې يواځي پينځه پوليس ووژل شو . د خالي په ورځ يو پوليس د سچل په علاقه کې په هدف کړی شوی ؤ ، او ماښام ناوخته بيا په اورنگي ټاؤن کې د پوليس په موبائل ډزې شوې وې ، او دوه پوليس پکې وژل شوي وو .
د رېنجر د وياند په وينا رېنجرو د ښار په گلشن اقبال سيمه کې عمليات کړي دي . څلور هدفي وژونکي او يو قلنگ اخيستونکې يې نيولی دی . د رېنجر چارواکو په وينا د هدفي وژونکو تعلق د يوې سياسي ډلې سره دی ، اوپه دوي د ۲۵ کسانو د وژنې تور دی .
د رېنجر ويان د خالي په ورځ يو بيان کې وئيلي ؤ ، کراچۍ کې د تشدد او وژنو په تازه پېښو کې يوه سياسي ډله ککړه ده ، او دغه ډله په ښار کې بدامني جوړول غواړي .
د ملک په اقتصادي مرکز کراچۍ ښار کې د وژنو په پېښو کې زياتوالې په داسې حال کې مخې ته راغلی ، چې په ښار کې د تېرو څلورو مياشتو راهسې د وران کارو په ضد هدفي عمليات دوام لري . چارواکي وايې په څلورو مياشتو کې په مختلفو جرمونو کې تورن د ۱۰۰۰۰ نه زيات کسان نيول شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG