د افغانستان پخواني ولسمشر د دوشنبې په ورځ د عاصمه جهانګیر په مړینې خواشینې څرګنده کړې او د هغې له کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې.
ښاغلي کرزي په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي، عاصمه د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په برخه کې یوه نمونه یا ماډله وه.
کرزی زیاتوي، اسما به د بشري حقونو او ډیموکراټیکو ارزښتونو د خوندیتوب په برخه کې د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو له امله تل د خلکو په یاد وي.
کرزي وړاندې ویلي: "عاصمه وتلې فعاله وه او ډیر دوستانه خوی یې درلود. "
د عاصمې ناڅاپي مړینې ټول خلک خفه کړیدي که هغه سیاستوال، د بشري حقونو فعالین او یا د رسنیو د کورنۍ غړي دي.
عاصمې جهانگیر د یکشنبې یا اتوار په ورځ په لاهور کې د ٦٦ کلونو په عمر د زړه د ناروغۍ له امله ساه ورکړه.