لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزۍ د گراسمین سره لیدلې دي


افغانستان او پاکستان د پاره د امریکې خصوصی استازی مارک گراسمین
افغانستان او پاکستان د پاره د امریکې خصوصی استازی مارک گراسمین

د افغانستان صدر حامدکرزي د افغانستان او پاکستان د پاره د امریکا خصوصي مارک گراسمین سره د اتوار په ورځ په کابل کې لیده کاته کړې دي او دواړو هیوادونو تعلقاتو، افغانستان کې د امن او په یو شمیر نورو موضوعات خبرې اترې کړې دي.

د صدر حامد کرزۍ د دفتر لخوا جاري بیان کې ویل شوې په لیده کاته کې د افغانستان او مریکې په اړیکو، سیمې په حالاتو، د افغانستان، پاکستان او امریکا ترمنځ د مناسباتو غور شوی دی.

ددې ترسنگ، صدر حامد کرزۍ او مارک گراسمین د افغانستان امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو، د سولې د پروسې او له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنیتي مسوولیتونو د سپارلو په موضوع هم خبرې وکړې.

صدراتي بیان کې ویل شوې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا استازي د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د خپلو سفرونو په اړه معلومات حامد کرزۍ ته ورکړل.

همدا راز حامدکرزي افغانستان ته د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د سفر او له افغان لوري سره د هغوی د خبرو اترو په باب معلومات ورکړل.

دواړو لورو په دغه کتنه کې د سولې په ټینګښت کې د پاکستان رول مهم وباله او د دغه هېواد د همکارۍ په پراختیا باندې یې ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د امریکا استازي یوځل بیا په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه ملاتړ اعلان او په دې اړه یې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ځرګند کړ.

حامدکرزي په دغه کتنه کې په دې باندې ټینګار وکړ چې له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته په ښه توګه دامنیتي مسوولیتونو د سپارلو د بهیر ترسره کیدل او د امریکا له لوري د سولې له بهیر څخه ملاتړ د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګښت لپاره مهم ګامونه دي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.

په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او دجمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر ریس عبدالکریم خرم هم ګډون کړی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG