لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرزۍ قندهاریانو نه د طالبانو خلاف د ملاتړ غوښتنه کړې


قندهار کې د نیټو عسکر گزمه کوي

د افغانستان صدر حامد کرزۍ قندهار ته سفر کړې او د طالبانو خلاف د ممکنه عملیاتو د پاره يي د ځائې خلکو نه د ملاتړ غوښتنه کړې. افغانستان کې د امریکائې او نیټو ځواکونو مشر جنرل سټینلی مک کرسټل هم په غونډه کې موجود ؤ

د افغانستان صدر حامد کرزۍ په جنوبي قندهار ولایت کې د طالبانو خلاف د لويو پوځي عملیاتو لپاره د ځائې خلکو نه د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
داتوار په ورځ حامد کرزي په قندهار کې په سلگونو قبائیلي مشرانو او علماؤ ته وینا کوله. افغانستان کې د امریکائې او نیټو ځواکونو مشر جنرل سټینلی مک کرسټل هم د حامد کرزي سره غونډه کې موجود ؤ.
په غونډه کې موجودو خلکو د حامد کرزۍ غوښتنې ته هرکلی وویلو او د طالبانو خلاف ممکنه عملیاتو د پاره کله چې حامد کرزۍ د ملاتړ غوښتنه ووکړه نو د غونډې اکثره حاضرین ووریدل او د هغه په حمایت کې يي لاسونه پورته کړل.
د ایسوسې اټیډ پریس خبرې ادارې د رپورټ ترمخه، جنرل سیټنلی مک کرسټل د طالبانو خلاف په واضحه توگه د یوالي ترلاسه کولو په خاطر د حامد کرزۍ په غوښتنه خوشحالي څرگنده کړې ده.
دممکنه عملیاتو شورو کیدو وړاندې په قندهار کې طالبانو حملې زیاتې کړې دي سره ددې چې حامد کرزۍ د طالبانو سره د جوړ جاړي او د خبرو اترو په ضرورت زور اچولی دی. تیره هفته حامد کزرۍ کابل کې هم په دې خاطر قامې مشاوراتي جرگه هم کړې وه.
طالبانو د ماتي ورکولو د پاره د امریکې صدر باراک اوبامه افغانستان کې د امریکائې عسکرو په شمیره کې تر ٣٠،٠٠ پورې اضافه اعلان کړې ده. خو ویلې يي دې امریکائې عسکر به د ٢٠١١ د جولائې په میاشت کې خپل هیواد ته ستنیږي.

XS
SM
MD
LG