لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اولسي وگړو په وژنه نيټو ته د حامدکرزى خبردارى


د اولسي وگړو په وژنه نيټو ته د حامدکرزى خبردارى
د اولسي وگړو په وژنه نيټو ته د حامدکرزى خبردارى

د افغانستان صدر حامد کرزي دنيټو پوځيانو ته خبردارى ورکړى دى چې دوي بايد په بيگناه وگړو هوايي بريدونه بند کړي ځکه چې دغه رقم بريدونه نور دافغان اولس دپاره د زغم وړ نۀ دي.
دنهې په ورځ کابل کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې ښاغلي کرزي وويل د ناټو دهوايي بريدونو په هکله د افغان حکومت دريځ په ډاگه دى اؤ ددغه دريځ څخه څوکرته نړيوال ځواکونه هم په سپينو ټکو کې خبرکړل شوي دي.
د افغانستان صدر وويل کۀ دغه رقم بريدونه بيا هم په افغانانو وشول نو دوي يې دمخنيوي گڼې لارې لري خو نۀ غواړو چې تر هاغه حده ورسيږو اوهيله یې ده چې نيټو پخپله دغه بريدونه بند کړي.
دافغان صدر حامد کرزي په دغه بيان دنيټو له لوري په سم لاسي توگه کوم غبرگون مخې ته نۀ دى راغلى.
حامد کرزي دخپلو دغو سختو څرگندونو څخه يوه ورځ دمخه د تندلارو په ضد بريدونو کې دبيگناه وگړو په وژنه ائتلافي ځواکونو ته وئيلي وؤ هغه نړيوالو ځواکونو ته په وروستي ځل خبردارى ورکوي چې ددغسې بريدونو لړۍ ودروي.
صدر کرزي زياته کړه په عام اولس د ائتلافي ځواکونو د بريدونو مخنيوي دپاره افغانستان يو گډ هوارى ته ليواله دى خو کۀ چرې دغسې ونۀ شي نو بيا به افغانستان په يو اړخيزه گامونو اخستو مجبوره شي.
نوموړي وويل افغانستان يو خپلواکه هيواد دى خو ځينې وخت د ائتلافيانو د څرگندونو څخه داسې تاثر راولاړيږي چې گنې هغوئ ددغه حقيقت څخه بې خبره دي.
افغان صدر وويل نړيوالو ځواکونو ته به ددې خبرې مظاهره کول وي چې افغانستان دهغوئ ائتلافي ضرور دى خو د هغوئ دقبضې لاندې هيواد هيڅ کله نۀ دى.
هغه وويل کۀ دنيټو رويه دقابضينو په څيروي نو بيا پرته لۀ کوم شک څخه افغانان ددغه ستونزې په هواري ډير ښۀ پوهيږي.
نوموړي داهم وويل چې هغه به په کابل کې دناټو دچارواکو سره وويني اؤ هغوئ به يو ځل بيا ددغو بريدونو په اړه دافغان اولس د دريځ څخه خبرکړي.
دافغانستان صدر دغه گت څنډنه وروستو له هغې کړې ده چې د تير اتوار په ورځ په هلمند ولايت کې دنيټو لۀ لوري په دوؤ کورونو ترسره شوي بريدکې دوه ميرمني اؤ 12ماشومان وژل شوي وؤ چې دهغې څخه يوه ورځ وروستو ناټو ددغو بېگناه وگړو په وژنه معذرت هم کړى ؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG