لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر کرزي ملا عمر ته د امن خبرو اترو وړانديز کړى دى


د افغانستان صدر حامد کرزي ذالب مشر ملا محمد عمر ته دتشدد څخه دډکو پيښو پريښودو او په هيواد کې داوږدې مودې څخه دروانې جگړې دختمولو لپاره په امن خبرو اترو کې دشامليدو وړانديز کړى دى.
اولسمشر حامد کرزي طالب مشر ملا عمر ته دغه وړانديز دجمعې په ورځ داختر دنمونځ څخه وروستو په صدارتي محل کې وزيرانو او لوړپوړو سرکاري چارواکو ته پخپله وينا کې وکړو.
حامد کرزي وويل مونږ هيله لرو چې محمد محمد عمر اخوند به ، افغان ماشومانو، ښځو او سړو ته زيان رسول او بمي چاؤدنې پريږدي او په امن مذاکراتو کې به شامل شي.
صدر حامد کرزي تيره اوونۍ طالبانو سره دامن خبرو په لړ کې ديو کونسل دجوړولو اعلان هم کړى دى چې دهغې په هکله نوموړي وئيلي ؤ دا دامن مذاکراتو په لوري يو مهم گام دى.
دجون په مياشت کې دافغانستان پلازمينې کابل کې جوړې شوې دامن جرگه کې ددغه کونسل په جوړيدو اتفاق شوى ؤ.
په دغه جرگه کې دسياسي او مذهبي مشرانو نه علاوه قبائيلي مشرانو او نورو کسانو هم برخه اخستې وه.
چارواکي وائي په دغه پنځوس تني کونسل کې به دطالب مشرانو په گډون دتندروه ډلې حزب اسلامي چې مشر يې پخوانى وزيراعظم گلبدين حکمتيار دى استازي هم شامل وي.
طالبانو په تير وخت کې دحکومت لخوا دامنيت دټينگښت په هکله وړانديزونه په دې وئيلو سره رد کړي چې دخبرو اترو عمل تر هاغې ممکن نۀ دى ترڅو چې غيرملکي پوځونه دافغانستان څخه نۀ وي وتلي.
په افغانستان کې دامريکا او نيټو خواؤشا يونيم لک پوځيان دتيرو نهو کلونو څخه دطالبانو په ضد جگړه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG