لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر کرزی وایي د امریکا لخوا د طالبانو د دښمن نه گرځولو بیان هرکلې کوي


صدر کرزی وایي د امریکا لخوا د طالبانو د دښمن نه گرځولو بیان هرکلې کوي
صدر کرزی وایي د امریکا لخوا د طالبانو د دښمن نه گرځولو بیان هرکلې کوي

د افغانستان صدر حامد کرزی د امریکا مرستیال صدر جوزف بائیډن د هاغه بیان هر کلې کړې دی چې ویلي وؤ طالبان د امریکا دښمان نه دي.
د جوزف بائیډن په بیان په امریکا کې دننه چې په افغانستان کې د تېرو لسو کالنو د طالبانو یاغیتوب ختمولو لپاره جگړه کوي اعتراضات شوي وؤ.
صدر کرزی چې په کابل کې یوې دستورې ته وینا کوله وویل« مونږ خوشاله یو چې امریکا اعلان وکړو چې طالبان د دوي ښمنان نه دي. د دغه اعلان وروسته به د افغانستان خلکو ته امن او ثبات ترلاسه شي » .
افغان صدر په دې خبرې هم سلا شوې دې که امریکا په قطر کې د طالبانو سره رابطو لپاره د طالبانو دفتر جوړوي نو دوي په اعتراض نه لري تر څو چې افغان حکومت په دغه عمل کې شریک وي . نېوزویک سره مرکه کې د امریکا مرستیال صدربائیډن په طالب جنگیالو زور ورکړې ؤ چې القاعده سره دې خپلې اړیکې ختمې کړي.
د ښاغلي بائیډن وینا وه « مونږ په داسې حالات کې یو که افغانستان د هغه خلکو لپاره چې امریکا او د هغه ائتلافبانو ته یې پخوا نقصان رسولې یا په راتلونکي رسولې شي خوندي ځاې نه جوړیږي نو مونږ لپاره دا پوره ده » .
په ورستیو اونیو کې د طالب جنیگالو سره د سولې خبرو اترو رپورټونه مېډیا کې مخې ته راغلې دي . په سېپټمبر میاشت کې د افغانستان د سولې اعلی شورا مشر او پخواني صدر برهان الدین رباني د وژنې سره د امن خبرې اودریدلي وې.
صدر حامد کرزى د رباني د وژنې وروسته په یوه مرکه کې ویلي وؤچې په هيواد کې د سولې او ثبات د ټينگښت دپاره دطالبانو په گډون ټولو اړخونو سره خبرو ته چمتو دى خو کوم خلک چې ځانمرگي بريدونه کوي ، هغوي سره به خبرې نۀ کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG