لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامدکرزى وائي بايد بهرني ځواکونه افغان کلي پريږدي


دافغانستان صدر حامد کرزي وئيلي دي چې بايد هاغه امريکائي او دنيټو عسکر چې افغاني ځواکونو ته امنيتي ذمه وارۍ سپاري څومره زر چې ممکنه وي دافغانستان کلي پريږدي.
دراتلونکو دريوؤ کلونو لپاره دافغانستان دبهرنۍ تگلارې په اړه يوې غونډې ته دخالي په ورځ وينا کې حامد کرزي وويل نړيوال ځواکونه به دکال 2014م تر پايې خپل جنگي مشن پايې ته رسوي، خو هغه زياته کړې له دې وړاندې به افغان عسکر 2013م کې دټول قام دخوندي کولو ذمه واري په لاس کې واخلي.
هغه وويل څومره زر چې افغان ځواکونو ته دامنيتي چارو دسپارلو دغه عمل مکمل شي، ښه به وي.
صدر کرزي وويل غواړي نړيوال ځواکونه دافغان کليو څخه اوځي، خپلو مرکزونو ته ستانۀ شي او په تدريجي ډول بيرته لاړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG