لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کټاس راج مندر نه د لرغونې آثار څه شول؟


د پاکستان سپريم کورټ د پنجاب د حکومت نه پوښتنه کړې چې د کټاس راج مندر نه د هندو مذهب سپېځلي بتان ولې ورک دي؟.

د سپريم کورټ درې کسيزه بېنچ چې مشري يي چيف جسټس يا مشر قاضي ميا ثاقب نثار کوله، د کټاس راج مندر په اړه د يوې مقدمې د اورېدو په وخت ويلي د ګردې نړۍ نه د هندو مذهب منونکي دغې مندرونو له چکوال ته ورځي او چې دغه مندرونو کې مورتيانې يا د هندو مذهب د لرغونې آثاراو بتان نه وي نو د پاکستان په اړه څه فکرکوي؟

چيف جسټس د پنجاب دحکومت نه يوه بله پوښتنه هم اوکړه چې د چکوال ددغې مندرونو په غاړه د کټاس ډنډ ولې وچ شوې؟

د پنجاب صوبې په چکوال کې د کټاس راج په نامه يو شمېر مندرونه دي چې د يو بل سره په نرېيو لارو تړل شوي او ګېر چاپېره ترې يو ډنډ دی چې ورته د کټاس ډنډ وايي.

د هندو مذهب منونکي د کټاس ډنډ مقدس ګڼي او په دې عقيده دي چې دغه ډنډ د شيوا بګوان د اوښکو نه جوړ شوې وو د هندو مذهب منونکو ترمخه شيوا د خپلې ښځې د مړېنې وروسته د اوښکو سېلابونه توي کړي وو.

دغه مندرونه د پېړو زوړ تاريخ لري او د پاکستان د جوړېدو نه ډېر پخوا رهسې د هندو مذهب منونکو سپېځلی ځاې دی.

په دغه سيمه کې د سيمټو په کارخانو تورونه دي چې د کټاس د ډنډ نه يي اوبه راکښلي دي.

عدالت د پنجاب حکومت او د نزدې سيمټو فېکټريانو نه غوښتنه کړې ده چې په يوه هفته کې دننه دې د کټاس وچ شوی ډنډ بيرته له اوبو ډک کړي.

په پاکستان کې اکثر اقليتي ډلې د خپلو مذهبي ځايونو د تحفظ لپاره د حکومت نه غوښتنې کوي، او رپورټونه وايي اقليتونه وخت په وخت د مذهب دسپکاوي په تورونو کې هم زورول کيږي.

XS
SM
MD
LG