لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال کياني د پردې ترشا خپل مقصدونه ترلاسه کوي


جنرال کياني د پردې ترشا خپل مقصدونه ترلاسه کوي
جنرال کياني د پردې ترشا خپل مقصدونه ترلاسه کوي

وکي ليکس نومې ويب پاڼې چې په انټرنيټ کوم سفارتي دستاويزات خپارۀ کړي دي دهغې ترمخه د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني دخپل پيشرو پرويز مشرف څخه په سبق اخستو ځان دپردې ترشا ساتلى خو پارلمان او حکومت د خپلو غرضونو دپاره استعمالوي.
د خپرو کړل شوؤ دستاويزاتو له مخې دپاکستان د قبائيلي سيمو په بابله تگلارو کې دبدلون په اړه د هڅو مخه هم د جنرال کياني په خوښه نيول کيږي.
د روان کال په 22مه جنورۍ دپاکستان اؤ افغانستان دپاره دفرانسيسي حکومت د چارو دڅانگې مشرې جيسمن زيريني پيرس ته پخپل ليږلي پيغام کې وئيلي دي دامريکايي مرستې په کيري لوگر بل شخړه هم جنرال کياني راپورته کړې وه ځکه چې دکيري لوگر بل په اساس پاکستان ته ورکړل کيدونکې مرستې ددې شرط سره تړل شوې وې چې سياسي حکومت به په پوځ زيات کنټرول لري.
د فرانسوي ډپلوماټې وينا وه په پاکستاني پوځ دفشار راوړلو اؤ د هغوئ لخوا په پاکستان کې دپټو افغاني طالبانو د چقولو موقعه هم لويديز د لاسه ورکړې ده.
هغه د جلال الدين حقاني مثال ورکړى اؤ وئيلي يې دي په کال 2004ء هغه ته په جهاديانو کې د يو مشر درجه ترلاسه وه خو ورسره هيڅ داسې يو تنظيم نۀ ؤ چې د تندلاريتوب ډاگيزه گواښ جوړيدلى شو.
د ډپلوماټې زيريني لۀ مخې دهغه وخت څخه نيولى ترننه دځانگړو خليجي هيوادونو په غټوغټو عطياتو او پيسو حقاني يو داسې نيټ ورک جوړکړى دى چې دپاکستان دپوځ دپاره د ولولې لرلو باوجود به هغې ته ماتې ورکول ډير گران وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG