لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کينيا عدالت: د پوليسو په لاس د پاکستاني خبریال ارشد شریف وژنه غېر قانوني وه


ارشد شریف د کال 2022م په 23م اکتوبر د کينيا د نيروبي ښار سره نزدې په مګاډي علاقه کې په مرموز ډول وژل شوی وو، په لومړي سر کې د کینيا پوليسو ويلي وو د هغه سمه پېژندګلو نه وه شوې خو وروسته په پلټنو کې دغه دعوه سمه نه وه ګرځول شوې
ارشد شریف د کال 2022م په 23م اکتوبر د کينيا د نيروبي ښار سره نزدې په مګاډي علاقه کې په مرموز ډول وژل شوی وو، په لومړي سر کې د کینيا پوليسو ويلي وو د هغه سمه پېژندګلو نه وه شوې خو وروسته په پلټنو کې دغه دعوه سمه نه وه ګرځول شوې

د کينيا د کجياډو ښار هايکورټ د پوليسو په لاس د پاکستاني صحافي ارشد شریف وژنه غېر قانونه او غېر اييني بللی او په پېښه کې د ککړو پوليسو پرضد یې د کارروايۍ حکم کړی دی.

د رپورټونو ترمخه د کينيا هايکورټ جج جسټس سټيلاموټو د ارشد شریف د مېرمن جويريه صدیق په خواست نن د ګل په ورځ فېصله واوروله، او د کينيا پوليسو ډزې کول یې د بشري حقونو سرغړونه وبلله.

پاکستانی صحافي ارشد شریف د کال 2022م په 23م اکتوبر د کينيا د نيروبي ښار سره نزدې په مګاډي علاقه کې په مرموز ډول وژل شوی وو، په لومړي سر کې د کینيا پوليسو ويلي وو د هغه سمه پېژندګلو نه وه شوې خو وروسته په پلټنو کې دغه دعوه سمه نه وه ګرځول شوې.

د ارشد شریف کورنۍ د هغه د وژنې تور د پاکستان د پوځ په ځينې افسرانو لګولی خو پوځ دغه تورونه رد کړي وو.

د کينيا د هايکورټ جج جسټس سټيلا موټوکو د ارشد شریف کورنۍ ته د دوه کروړه روپو تاوان ورکولو حکم هم کړی دی، خو ويل شوي د فېصلې خلاف په 30 ورځو کې اپيل کېدی شي او د هغې پورې به د تاوان ورکولو فېصله معطله وي.

په فېصله کې ویل شوي، د ارشد شریف کورنۍ به د قضيې په پلټنو خبر ساتلی شي او د قصور واره پوليسو پرضد دې کارروايي وشي.

د ارشد شریف مېرمن جويريه صدیق چې د کينيا د اټارني جنرل، پوليسو مشر او نورو چارواکو پرضد د پېښې د پلټنو وروسته کولو تورونه لګولي، او خواست یې کړی وو چې دغه چارواکي په قضيه کې د پرمختګ په اړه دوی نه خبروي.

وي او اې ته يې ويلي، د کينیا د عدالت لخوا ورته د انصاف امېد ترلاسه شوی دی. هغې زياته کړې، پاکستان کې ورته په عدالتونو کې يو کال د قضيې نېټه وه ورکړل شوې او پاکستان کې ارشد شریف ته ګواښونه وو او د دلته نه په وتلو مجبور کړل شوی وو.

هغې ویلي، يو کال مخکې دغه قضيه مکمله شوې او يو کال وروسته ورته انصاف ترلاسه شو. صدیق ویلي، په پردي ملک کې ورته انصاف ترلاسه شو خو خپلو عدالتونو یې هيڅ مرسته نه ده کړې او په دې ورته افسوس دی.

د ارشد شريف د وژنې د پېښې د پلټنو دپاره پاکستان کې هم يوه ګډه پلټنيزه کميټي جوړه کړل شوې وه، او سپريم کورټ د پېښې از خود نوټس اخستی وو خو د هغې تفصيلات تراوسه مخې ته نه دي راغلي.

د پاکستان اټارني جنرل منصور عثمان د جون په میاشت کې سپريم کورټ ته ويلي وو، د ارشد شریف د وژنې په مقدمه کې د دوو ملزمانو رېډ وارنټ عمل د پاکستان لخوا بشپړ کړل شوی دی.

یادونه: د دې رپورټ معلومات د وي او ای اردو د خبر نه اخیستل شوي دی

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG