د امرېکاد سېنټ د خارجه چارو د کمېټۍ مشر او د رېپبلګن پارټۍ غړي باب کروکر په شام کې د خانه جنګۍ د ختمولو او سولې په اړه روانو خبرو اترو په حقله شکونه څرګنډ کړي او وايي داسې امکان کم دی چې دغه خبری به یا خو د شام روانه خانه جنگي ختمه کړي او یا به صدر بشارالاسد خپله چوکۍ پریږدي.
د ګل په ورځ د واېس اف امریکا سره په یوه تفصيلي مرکه کې ښاغلي کروکر وېلي:" دا محال داسې څه ویل ګران دي. د نورو په شان زه هم سفارتکاری یا خبرې اترې یو غوره حل ګنړم. خو په موجوده حالاتو کې چې کوم څه روان دي دغه مناسب نه دي."
په جینېوا کې د ملګرو ملتوو له خوا روانو دغه خبرو اترو په دویمه ورځ په شام کې د شېعه مسلمانانو په یومزار برید کې ګنړشمیر کسان وژل شوي. بل خوا د حکومتي عسکرو لخوا د یاغیانو په سېمه کې عملیات هم دوام لري. ښاغلي کروکر زیاته کړی د یاغیانو له خوا د خبرو اترو وړمبی شرط هم دغه وو چې دغه عملیات دی اودریږي. او تر دی دمه لا دغه نه دی عملي شوی.
د سېنټ د خارجه چارو د کمېټۍ چېرمین واېي:" کومه بشري غوښتنه چې دوي (یاغیانو) کړی وه هغه لا نه ده پوره شوی. او نه د ښځو او ماشومانو د خوشي کولو لپاره څه شویدي. په خاصه توګه هغه ماشومان کوم چې د زنانو سره د جنسي زیاتي له امله پیدا شوي."
د ګل په ورځ بیا دغه خبری د سبا پوری اوځنډول شوي. او د ملګرو ملتونو خصوصي استاذي سټېفن دی مستورا د مخالفه ډلو د مشرانو سره دوه ساعته ملاقات هم کړی. هم د اتوار په ورځ د امریکا د خارجه چارو سېکتر جان کېري ټولو ډلو ته خبرداری ورکړی چې د خبرو اترو مېز ته دي راشي.
ښاغلی کېري د اتوار په ورځ زیاته کړی وه ځه دواړه ډلو ته خواست کوم چې ددی موقع نه دی ګټه پورته کړي او په سنجیده خبرو اترو کې دی برخه واخلي. او د راروانو ورځو لپاره دی مناسب ګامونه پورته کړي.
خو د ښاغلي کروکر په وینا د شام صدر بشرالاسد د واک اختیار پریښودو او یا د خپلو بدو عملیاتو پرېښودو څه جواز نشته او هغه هم هغه شان په جنګي میدان کې پرمختګ کوي. د سېنټ د خارجه چارو د کمېټۍ مشر واېي:( په شام کې په زمکه حالات بدلیږي، تاسو روس وېنۍ چې په شام کې موجود دی او ددغو او ایرانیانو په مرسته به صدر اسد نوری ګټې هم ترلاسه کوي.