لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد: افغانان دې اختلافات یوې خوا ته کېږدي او له کرونا سره دې مقابله وکړي


امریکا یوځل بیا له افغان مشرانو او طالب یاغیانو غوښتي چې د کروناوایرس وبا سره د مقابلې دپاره دې خپل منځي اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او جنګ و تشدد دې بند کړي.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ټویټر له لارې افغانانو ته د روژې د رارسېدو له امله مبارکۍ ورکړې او تر څنګ یې په دې پیغامونو کې له حکومت او طالبانو غوښتي چې د بندیانو د خوشې کولو پروسه دې تېزه کړي.

خلیلزاد ویلي چې روژه، ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ته یوه موقع ده چې "د خپلو ګټو پر ځای د هېواد ګټو ته لومړيتوب ورکړي". د خلیلزاد اشاره د ولسمشر غني او پخواني اجراییه رئیس عبدالله سیاسي لانجو ته ده چې د انتخاباتو وروسته راپیدا شوي او تر اوسه هوارې شوي ندي.

د امریکا استازي دا هم لیکلي چې روژه د طالبانو دپاره یوه موقع ده چې ډزبندي پکې وکړي.

خلیلزاد دا هم ویلي چې دواړه خواوې باید د دواړې خواوې باید د بندیانو خلاصون چټک کړي. د COVID-19 پر خلاف جګړه دې ته فوریت ورکوي او د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو په ګډون، د سولې له بهیر سره هم مرسته کوي.

په افغانستان کې تر اوسه د کروناوایرس 1531 کېسونه مخې ته راغلي او په دې مرض کم از کم پنځوس تنه مړه شوي دي. افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی چې د صحت سیسټم یې دمخه لا زیانمن پاته شوی و.

له خلیلزاد نه وړاندې، افغان حکومت، د اسلامي کنفرانس غړو هېوادونو او نېټو هم په طالبانو غږ کړی و چې د کروناوایرس وبا سره د مقابلې دپاره دې تشدد نه لاس واخلي. مګر طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ د یو بیان په خپرولو سره، د ډزبندۍ دپاره ټولې داخلي او خارجي غوښتنې ردې کړلې او ویې ویل چې دوی به د روژې په میاشت کې ډزبندي نه کوي.

د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ ۲۹مې نیټې لوظنامه، د افغانستان د جنګ د ختمولو یوازینۍ لاره ده. د طالبانو ویاند زیاته کړه چې د دې لوظنامې له مخې، په لسو ورځو کې باید زرګونه طالبان له زندانونو راخوشې شوي و او د مارچ په لسمه باید بین الافغاني مذاکرات پیل شوي و، چې دا کار ونشو.

که څه هم افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ لوظنامې کې شامل نه و، خو اوس طالبان پر افغان حکومت دا تور لګوي چې د لوظنامې د عملي کولو مخه نیسي او د طالب بندیانو په راخوشې کولو کې ځنډ او خنډ پېښوي.

خو بل اړخ ته د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي چې افغان دولت ټول لازم اقدامات ترسره کړي او د جنګ ختمولو ته ژمن دی.

صدیقي زیاته کړې چې طالبانو په دې وروستیو کې پر خلکو او حکومتي قواوو باندې خپلې حملې زیاتې کړي او د روژې په میاشت کې یې د ډزبندۍ دپاره د ټولو غوښتنې هم رد کړي نو دا څرګندوي چې طالبان نه غواړي تشدد راکم کړي.

یاده دې وي چې افغان حکومت تر اوسه په څو جوپو کې، ۵۵۰ طالبان له زندانونو آزاد کړي دي او وایي چې که طالبان تشدد راکم کړي او مذاکراتو ته حاضر شي، نو د طالب زندانیانو د آزادېدو لړۍ به همداسې روانه وي. طالبانو بیا ۶۰ تنه بندیان، د پوځیانو او پولیسو په نوم خوشې کړي، مګر افغان حکومت وایي چې اکثره دغه کسان غیرپوځیان و چې طالبانو د عسکرو په نوم خوشې کړل.

طالبانو په وروستو کې په بیلابیلو ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړی او یوازې په همدې تېره هفته کې یې له سلو زیات افغان عسکر وژلي دي.

XS
SM
MD
LG