لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد د سولې پروسه پلي کولو لپاره د قطر ، افغانستان او پاکستان په سفر تللی


د افغانستان د سولې د پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد د سولې تړون پلي کولو لپاره د جمعې په ورځ د قطر ، افغانستان او پاکستان د سفر لپاره د امریکا نه روان شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې خلیلزاد د جون په پنځمه قطر ته د طالب مشرانو سره د خبرو لپاره تللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې زلمی خلیلزاد به کابل او اسلام آباد ته هم سفر کوي ، او د دغه هېوادنو چارواکو سره د سولې د پروسې او د بین الاافغاني خبرو اترو د پرمختګ په اړه خبرې وکړي.

تمه کېږي چې خلیلزاد به پاکستان ته د خپل سفر په جریان کې به د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په ګډون له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم لیدل کتل کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویل شوي چې زلمی خلیلزاد به په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او د روان کال په فرورۍ کې د طالبانو سره د لاسلیک شوي سولې تړون باندی عمل یقینی کولو لپاره مشورې کوي .

زلمي خليلزاد په دې ورستيو ورځو کې ډېر فعاله دی او د کرونا وایرس وبا باوجود هغه د افغانستان د سولې پروسې د پرمختګ لپاره د سيمې په منظم ډول سفرونه کوي.

په 29مه فرورۍ قطر کې د طالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې تړون شوی ؤ چې د دغه تړون ترمخه افغان حکومت به د طالبانو پینځه زره بندیان خوشې کوي اؤ طالبان به هم ددې په بدله کې دافغان دولت زر تنه بندیان له زندانونو خلاصوي.

د بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د اختلافاتو له امله بین الافغاني خبرې اترې لا نه دي پیل شوي، خو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د تېر کوچني اختر د ډزبندۍ په نتیجه کې د بندیانو د تبادلې په برخه کې پرمختګونو شوي دي.

کارپوهان وايي چې امریکا د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول ته ډیر زیات اهمیت ورکوي. امریکا دریځ لري چې پاکستان په طالب ډلو باندې خپل نفوذ کارولو سره طالبان تاوتریخوالی ختمولو لپاره هڅولې شي.

XS
SM
MD
LG