لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایا زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د طالبانو سره ليدلي؟


رويټرز خبري ادارې ویلي د طالبانو پلاوي په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ليدلي دي.

د رويټرز ترمخه دغه ليدنه د زیارت، پنجنشې په ورځ شوې ده. زلمي خليلزاد، طالبانو او د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دې پخلی نه دی کړی. خو خبري ادارې د دوه سرچينو له قوله دغه خبر ورکړی دی.

تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان او افغان طالبانو تر منځه د ملاقات خبرونه هم مخې ته راغلي وو خو نن د جمعې په ورځ بیا د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیرې فردوس عاشق اعوان دغه خبر رد کړی چې ګنې عمران خان د طالبانو سره لیده کاته کړي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۲ کسيزه پلاوي د اسلام اباد سفر کړی او د زيارت په ورځ يې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزير شاه محمود قرېشي او نورو لوړ پوړو چارواکو سره یې ليدلي دي.

د طالبانو د پلاوي او قرېشي ترمنځ په ليدنه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل فېض حميد هم ګډون کړی دی.

د طالبانو او خليلزاد د ليدنې خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې تېره میاشت د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د طالبانو سره د خبرو ودرولو ویلي ؤ.

د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د اطلاعاتو او نشرياتو مرستيالې فردوس عاشق اعوان ویلي د زیارت د ورځې د طالبانو او قرېشي لیدنه او خبرې اترې د افغان سياسي عمل دپاره خوشبينه دي.

پرون داسې خبرونه مخې ته راغلي ؤ چې طالبانو د عمران خان سره هم لیدلي ؤ، خو فردوس عاشق ویلي د عمران خان او طالبانو ليدنه نه ده شوې او په دغه اړوند خپاره شوي خبرونه یې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG