لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خامنه یي پر اسرایل بریدونه جایز بللي او وایي ایران او متحدین به یې له اسرایل څخه پر شا نه شي


د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي وایي، ایران او د هغه سیمه ییزې پراکسي ډلې به له اسرایل څخه پر شا نه شي او وایي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر اسرایل د تهران برید جایز وو.

خامنه ایي دا خبرې په بیروت کې د اسرایلي ځواکونو له هغې حملې څو ګنټې وروسته کړې دي چې د رویټرز خبري ایجنسۍ په وینا ګومان کېږي د تهران په ملاتړ د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله ځایناستی پکې په نخښه شوی دی.

خامنه يي په تهران کې د جمعې د لمانځه په خطبه کې د سه شنبې- نهې په ورځ پر اسرایل د ایران میزایلي بریدونو ته په اشارې سره وویل: "څو شپې مخکې [د اسرایل خلاف] زموږ د وسلوالو ځواکونو په زړه پورې اقدام په بشپړه توګه قانوني او جایز وو".

د امریکې صدر جو بایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل، کېدای شي د اسرایل په جوابي اقداماتو کې د ایران د تېلو پر تاسیساتو باندې برید هم شامل وي.

د بېروت اوسېدونکي او امنیتي سرچینې وایي، پر جنوبي ښار ضاحیه باندې چې د حزب الله مرکز دی د پنجشنبې- زیارت په نیمه شپه هغه وخت نوي بریدونه پیل شول چې اسرایل په ځینو سیمو کې خلکو ته له خپلو کورونو د وتلو امر وکړ.

د امریکایي رسنۍ اکسیوس خبریال بارک روید د درو اسرایلي چارواکو په حواله ویلي، هوايي بریدونو د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله ځایناستی مشر هاشم صفی الدین په یوه مځکنۍ مورچه کې په نخښه کړ.

بارک روید وویل، د صفی الدین د مرګ او ژوند حال معلوم نه دی، خو ځینې ناتایید شوي رپوټونه او پر ایکس باندې د ځینو کسانو پوسټونه وایي چې هغه وژل شوی دی، مګر کومې کره سرچینې لا تایید کړی نه دی.

د اسرایل پوځ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه او حزب الله هم تر اوسه د صفی الدین د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي. د هغه ورور او په ایران کې د حزب الله استازي سید عبدالله صفی الدین په تهران کې د خامنه یي د جمعې په خطبه کې ګډون کړی دی.

رپوټونه وایي د جمعې په سهار وختي د بیروت د مرکزي هوايي ډګر په شاوخوا کې یوې سترې چاودنې اسمان ولړزاوه او د لبنان ملکي وګړو وویل چې دوی پرله پسې د ویرې په حالت کې ژوند کوي.

د امریکې صدر جو بایډن وویل، ګومان نه کوي چې په منځني ختیځ کې به "هراړخیزه جګړه" پیل شي، ځکه چې وایي اسرایل د غچ اخیستنې لپاره پر لارو چارو غور کوي، خو وایي د دې جګړې د مخنیوي لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده.

که څه هم یوې خواته امریکا، یورپي اتحاد او نورو متحدینو د اسرایل او لبنان په جګړه کې د سمدستي 21 ورځني اوربند غوښتنه کړې ده.

خو بلې خواته بایډن وویل چې امریکا له اسراییل سره د تهران د برید په ځواب کې د خپلو لارو چارو غوره کولو په اړه بحث کوي، چې وایي په دې کې د ایران د تېلو پر تاسیساتو باندې ممکنه برید هم شامل دی.

بایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، "نن هیڅ نه کیږي". وروسته له هغه وپوښتل شول آیا هغه له اسرایل وغوښتل چې د ایران د تیلو پر تاسیساتو برید ونه کړي ، بایډن وویل په دې اړه ښکاره خبرې نه کوي.

د صدر بایډن دغو څرګندونو د نړۍ د تېلو د بیو په زیاتېدو کې مرسته کړې ده او د منځني ختیځ د کړکیچ زیاتوالی تجاران د ممکنه رسد د خنډونو په اړه اندېښمن کړي دي.

که څه هم ایران پر اسرایل د خپل برید دفاع کوي او دا د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژنې غچ ګڼي، خو په نړیواله کچه د ایران پر دغو بریدونو په پراخه کچه نیوکې شوې دي او د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش یې هم غندنه کړې ده.

آیت الله علي خامنه یي «د فلسطین او لبنان ملت» تر سرلیک لاندې د ایران د پراکسي ډلو د دفاع په دوام کې وویل، هیڅوک د اعتراض حق نه لري. ایران تر دې وړاندې هم هغه هېوادونه غندلي وو چې پر اسرایل د ایران د بریدونو غندنه یې کړې وه.

دا په نیژدې پینځو کلونو کې لومړی ځل دی چې خامنه‌يي عامه خطبه ورکړه.

هغه وروستی ځل د 2020م کال په جنوري کې د جمعې خطبه ورکړې وه او هغه هم هغه وخت شوې وه چې په بغداد کې د امریکا په برید کې د ایران د سپاه‌ پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني وژل شوی وو.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG