لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کهر : پاکستان حقاني ډله خبرو ته کېښنولې شي


د حنا رباني کهر په قول کابل کې افغان مشرانو سره دليدنو په نتيجه کې ددواړو هيوادونو ترمينځ گڼې غلط فهمۍ لرې شوي دي
د حنا رباني کهر په قول کابل کې افغان مشرانو سره دليدنو په نتيجه کې ددواړو هيوادونو ترمينځ گڼې غلط فهمۍ لرې شوي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزيرې حنا رباني کهر وئيلي دي که چرې افغانستان خواست ورکړي نو پاکستان به دامن خبرو اترو کې شاملولو لپاره د حقاني نيټ ورک او طالبانو د رضا کولو هڅه وکړي.
د افغانستان ديو ورځني سفر نه په ستنيدو اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال د بهرنیو چارو وزيرې حنا رباني کهر وويل د افغانستان د جوړجاړي عمل په مختلفو محاذونو فعاله دى خو تر لرې لرې پورې دنتيجو راوتلو اثار نشته.
دحنا رباني کهر په قول کابل کې افغان مشرانو سره دليدنو په نتيجه کې ددواړو هيوادونو ترمينځ گڼې غلط فهمۍ لرې شوي دي.
افغان صدر حامد کرزي څوڅو ځله وئيلي دي چې د طالب ياغيانو سره د امن او جوړجاړي د هڅو په برياليتوب کې پاکستان مرکزي حيثيت لري ځکه نو دامن عمل پرمختيا لپاره به دغه هيواد ته خپلې هڅې تندول وي.
خو تر دې مهاله افغان حکومت په دې لړ کې پاکستان ته په ظاهره په باضابطه توگه کوم درخواست نۀ دى کړى.
رباني کهر وويل پاکستان به هاغه څه کوي چې کابل يې دامن لپاره غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG