واشنګټن ډي سي —
افغان چارواکي وايي، په خوست کې د بي بي سي د وژل شوي خبریال احمد شاه دوه مشکوک وژونکي نیول شوي دي.
د خوست والي حکم خان حبیبي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د احمد شاه وژونکي (قاتلین) یې د ډېرو سختو هلو ځلو وروسته نیولی دی.
والي د نیول شويو مشکوکو قاتلینو په اړه نور معلومات ور نه کړل خو وویل چې ډېر ژر به امنیتي ادارو ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره وسپارل شي.
احمد شاه چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې یې بي بي سي ته کار کاوه د ناڅرګندو موټر سایکل سپرو لخوا د اپریل د میاشتې په ۳۰ نېټه په خوست کې وژل شوی و.
هېڅ کومې وسلوالې ډلې د هغه د وژلو پړه په غاړه نه ده اخیستې.