لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : خوست کې 10 تندلاري وژل شوي دي


افغانستان : خوست کې 10 تندلاري وژل شوي دي
افغانستان : خوست کې 10 تندلاري وژل شوي دي

د افغانستان په ختيز خوست ولايت کې د ائتلا في او افغاني ځواکونو په عملياتو او دنښتې په مهال دتندلارو لخوا ترسره شوؤ دريوؤ ځانمرگي بريدونو کې يو اولسي وگړى او 10 تندلاري وژل شوي دي.
چارواکي وائي دريوؤ ځانمرگي بريد کوونکو دافغاني او ائتلا في ځواکونو سره دنښتې په مهال په ځانونو پسې تړلي چاؤديدونکي مواد چودلي چې له امله يې يو اولسي وگړى وژل شوى او يوه ښځه او يو ماشوم ژوبل شوى دى.
دولايتي پوليسو مشر عبدالکريم اسحاقزي په دغه حقله وئيلي دي نښته دخالي په ورځ سحر وختي هاغه مهال پيل شوه کله چې تندلارو دافغاني او نيټو ځواکونو په هاغې ډلې راکټ وداغلو چې په صبريو اولسوالۍ کې يې دگزمې تيارى کولو.
هغه وويل گډو ځواکونو 10 تندلاري وژلي او 12 يې نور ژوندي نيولي دي.
هغه وويل ځانمرگي بريدونو کې يو اولسي وگړى وژل شوى ، يوه ښځه او يو ماشوم ژوبل شويدي.
اسحاق زي وويل دچاؤدنو له امله په سيمه کې يو شمير کورونو ته هم زيان رسيدلى دى.
په سيمه کې وسلې،ځانمرگي واسکټ او دبم جوړولواوزار هم ترلاسه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG