لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په رېل گاډي چاؤدنه کې درې کسان مړه ، ۱۵ ژوبل


مړه شوؤ کې د يو کس تعلق د مردان ، يو د پېښور او د ماشوم تعلق د ډېره غازي خان علاقې سره دی
مړه شوؤ کې د يو کس تعلق د مردان ، يو د پېښور او د ماشوم تعلق د ډېره غازي خان علاقې سره دی

د پاکستان پنجاب صوبې په راجن پور سيمه کې اورگاډي خوشحال خان خټک اېکسپريس باندې چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې اورگاډي کې درې کسان مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي .

د پاکستان پنجاب صوبې په راجن پور سيمه کې اورگاډي خوشحال خان خټک اېکسپريس باندې چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې اورگاډي کې درې کسان مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي . خوشحال خټک اېکسپرېس د پښور نه کراچۍ ته په لارؤ، چې د پېښې ښکار شو.
د رېلوی محکمې د اولسي اړيکو مشر دلدارحسېن وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د اورگاډي خوشحال خان خټک اېکسپرېس د پېښې په اړه وويل ، اورگاډی د پېښور نه کراچۍ ته په لار ؤ ، او نن د جمعې په ورځ سحر نهه بجې د پنجاب صوبې په راجن پور ضلع کې روان ؤ ، چې هم په دغه ځايې پري په پاټلۍ دپاسه اېښودل شوي بارودي مواد وچاؤدېدل .
نوموړي وويل د چاؤدنې له امله د اورگاډي اووه واړه ډبې د پاټلۍ نه لاندې غورزيدلي دي . او پېښه کې د يو ماشوم په گډون درې کسان مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي .
د دلدارحسېن په وينا مړه شوؤ کې د يو کس تعلق د مردان ، يو د پېښور او د ماشوم تعلق د ډېره غازي خان علاقې سره دی .

هغه زياته کړه ، پېښه کې ژوبل کسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي . او د نورو مسافرو دپاره د بل اورگاډي انتظام هم شوی چې هغوۍ کراچۍ ته ورسوي .
دلدارحسېن وويل ، د چاؤدنې د پلټنې دپاره کميټې جوړه کړی شوې ده ، او د ريلوی د محکمې وزير خواجه سعد رفيق پېښه کې د مړه شوؤ کسانو دپاره پينځه پينځه لاکه او د ژوبلو دپاره د يو يو لاک روپو ورکولو د امداد اعلان کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG