لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : خضدار کې چيک پوسته باندې بريد کې اته ليويز وژل شوي


خضدار ضلع بلوچستان صوبه کې د ناقرارۍ سره مخ سيمو کې په سر کې ده ،
خضدار ضلع بلوچستان صوبه کې د ناقرارۍ سره مخ سيمو کې په سر کې ده ،
د بلوچستان صوبې په خضدارضلع کې د ليويز چيک پوسته باندې نامالومه وسله والو ډزې کړي ، چې پکې د ليويز اته سرتيري وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی .
د راپورونو ترمخه نن د اتوار په ورځ د خضدار ضلعې په وډهـ سيمه کې نامالومه وسله والو د ليويز چيک پوسته باندې ناتاره ډزې کړي ، او چارواکو پېښه کې د اته ليويز سرتيرو د وژنې او بل د ژوبليدو پخلی کړی دی .
د سرچينو ترمخه د ليويز غړي د بريد ځوابي کارروايۍ ته نه دي سم شوي ، او د وسله والو په ډزو کې په موقع شپږ ليويز وژل ، او درې نور ژوبل شوي دي . او په ژوبلو کې دوه سرتيرو د خضدار په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
د پېښې وروستو د قانون نافذؤونکو ادارو غړو علاقه په گېره کې اخستې او د لټون عمليات يې پيل کړي دي .
د ليويز په پوسته د بريد زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .
خضدار ضلع بلوچستان صوبه کې د ناقرارۍ سره مخ سيمو کې په سر کې ده ، او له دې وړاندې هم د صوبې په مختلفو سيمو کې د ليويز سره په پوليس او نورو قانون نافذؤنکو ادارو په غړو باندې بريدونه شوي ، او د ادارو غړو ته پکې مرگ ژوبله اوختې ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG