لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغان طالبانو د پاکستان نه زیات د نورو هیوادونو اثر دی: خواجه اصف


د پاکستان د بهرنو چارو وزیر خواجه اصف ویلي دا مهال په افغان طالبانو د پاکستان نه زیات د روس او نورو سیمه ایزو هیوادونو اثر ډیر دی.

خواجه اصف ویلي ٫٫ تر څو چې په افغان طالبانو زمونږ د اثر خبره ده، اوس زمونږ تر مینځه ډیره بی باوري ده. زما په فکر د سېمې نور هیوادونه په خاصه توګه روس په طالبانو ډیر اثر لري. خو بیا هم مونږ هڅه کوو چې د اکتوبر په ۱۶مه نیټه په مسقط کې د خبرو اترو دغه پړاو بیا پیل کړو او د څلورو هیوادونو د ډلې پروسه بیا مخ به وړاندې بوځو.٬٬

په واشنګټن کې د پاکستان په سفارتخانه کې د وي او ای اردو سره د لنډو خبرو په مهال د پاکستان د بهرنو چارو وزیر ویلي ٫٫ افغان طالبان نن صبا په پاکستان هغه شان باورکوي څومره چې امریکا کوي، خو بیا هم د روانې میاشتې په ۱۶مه نیټه د طالبانو سره د سولې خبرو اترو کوشش کوي.٬٬

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د پاکستان او افغانستان تر مینځه اړیکو په اړه ویلي په تیرو څو ورځو کې په دغې کې پرمخ تګ لیدل شوی. ښاغلي اصف د امریکا نه غوښتلي چې په دغه اړیکو کې نور ښه والي لپاره دې خپل کردار ترسره کړي.

خواجه اصف د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه د افغانستان سفر په اړه ویلي: ٫٫ جنرال باجوه په دغه سفر کې افغانستان ته وړاندیز کړی چې په یو بل دتورو پرځاې دې هغوي (افغانستان) مونږ ته ځایونه اوښايي او مونږ به هلته د دوي په وینا عملیات وکړو. که دوي چمن یادوي، که پیښور او که کوټه یا په پاکستان کې بل کوم ځای. مونږ دغې ته تیار یو. ٬٬

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دغه خبرې په داسې مهال کړي چې امریکا او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره یې هغه ترهګرو له پناه ورکړی څوک چې په افغانستان کې د امریکا او افغان عسکرو پرضد جنګیږي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ هم د افغانستان او سویلي اسیا په اړه خپله تګلاره کې په پاکستان نیوکې کړې وې چې د ٫٫ ترهګرو د مرستو نه دې لاس واخلي.٬٬ خو پاکستان تل دغه تورونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG