لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف : د ضرب عضب اپرېشن سرته رسېدو نېټه نه شو ورکولی


خواجه اصف وئيلي , ضرب عضب اپرېشن په کاميابۍ سره روان دی ، او حکومت غواړي چې زر تر زره عمليات ترسره کړی شي
خواجه اصف وئيلي , ضرب عضب اپرېشن په کاميابۍ سره روان دی ، او حکومت غواړي چې زر تر زره عمليات ترسره کړی شي

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د طالبانو په ضد د روان ضرب عضب اپرېشن په اړه د دفاع وزير خواجه اصف وئيلي ، دغه عمليات به د ترهگرو د نوغي ويستو پورې جاري وي .

د اتوار په ورځ سيالکوټ کې خبريالانو سره خبرو کې د دفاع وزير خواجه اصف وئيلي ، شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو په اړه دا وخت څه نه شي وئيلی ، چې دغه عمليات به کله سر ته ورسي .

خواجه اصف وئيلي ، حکومت به د ترهگرۍ د خاتمې او شمالي وزيرستان څخه د کډه شوؤ خلکو د بيا بحالۍ په خبره سياسي ډلې په اعتماد کې اخلي ، د دفاع وزير زياته کړې ، ټول قوم د ترهگرۍ په ضد يو دی .

نوموړي زياته کړې ضرب عضب اپرېشن په کاميابۍ سره روان دی ، او حکومت غواړي چې زر تر زره عمليات ترسره کړی شي . په دغې مهال هغه دا هم وئيلي ، چې پوځ د ترهگرۍ د ختمولو او په ملک کې د امن او قانون په ځايي کولو پوره صلاحيت لري .

بل لور ته وزيراعظم نوازشريف ته د اتوار په ورځ د شمالي وزيرستان نه د پوځي اپرېشن څخه د کډه شوؤ خلکو په اړه رپورټ وړاندې کړی شوي رپورټ کې وئيل شوي ، چې د سيمي نه په کډه شوو خلکو کې تراوسه پورې د ۴۴۶۳۳ کورنو د ٫٫ د پينځه لاکه او دوه اويا زره ٬٬ نه زيات کسان رجسټر شوي دي .

راپورونه وايي د کډوالو شمېره اووه لاکه ته رسېدلې ، خو چارواکو د دغې شمېرې پخلی نه دی کړی ، او وايي د کډوالو د رجسټرېشن سلسله روانه ده .

د شمالي وزيرستان نه د کډوال شوؤ خلکو په اړه د رابطه کار او نگران ادارو لخوا وزيراعظم ته په وړاندې کړی شوي رپورټ کې وئيل شوي ، چې کډوالو ته د بجلۍ ، روغتيا او څکلو د اوبو سره ټولې اسانتياوې ورکولی شي . او زياته کړې شوې ده چې د مرکزي حکومت لخوا د پوځ او خوراک د نړيوال پروگرام په مرسته کډوالو ته ۳۲ کروړه او ۹۶ لاکه نقدې امدادي روپۍ ، او څلورنيم زره ټنه خوراک ورکړی شوی دی .

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د وزيراعظم په هدايت به د روانې مياشتې د اتمې نېټې څخه کډوال د موبائيل سيمونو د لارې مالي مرستې د موبائيل فرنچائز او بنکونو نه ترلاسه کولی شي .

رپورټ کې زياته کړې شوې ده ، چې د خزانې وزارت د کډوالو د مرستې دپاره يو نيم ارب روپۍ جاري کړي دي . دغه رنگ امريکې د کډوالو د مرستو په لړ کې د پاکستان حکومت ته ۳۱ مليينه ډالره او متحده عرب اماراتو ۲۰.۵ مليينه ډالره امداد ورکړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG