لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي: بمي چاؤدنه او عملياتو کې ۷ وسله وال وژل شوي


په کوم ځايې کې چې چاؤدنه او عمليات شوي دغلته لښکر اسلام ډله فعاله ده
په کوم ځايې کې چې چاؤدنه او عمليات شوي دغلته لښکر اسلام ډله فعاله ده

د پاکستان د قبائيلي سيمې خېبرايجنسۍ په تېراه سيمه کې په بمي چاؤدنه او عملياتو کې اووه مشکوک وسله وال وژل شو ي دي .

د راپورونو ترمخه د خېبرايجنسۍ د تيراه علاقې په خېبرسنگر سيمه کې نن د جمعې په ورځ يو کور کې چې د لښکراسلام ډلې په ولقه کې ؤ بارودي مواد چاؤدلي دي ، او د لښکر اسلام څلور جنگيالي پکې وژل شوي دي .

د امنيتي سرچينو ترمخه د چاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو هم په دغې کور باندې د توپو گولۍ توغولي چې په نتيجه کې يې درې نور وسله وال وژل شوي دي .

د راپورونو دواړو پېښو کې د وژل شوؤ کسانو تعلق د لښکراسلام ډلې سره دی او په دغه علاقه کې لښکراسلام ډله فعاليت لري .

ولې سيمي ته د ميډيا د نه رسد له کبله ازادې سرچينې پېښه کې د وژل شوؤ کسانو د پېژندگلو پخلی نه کوي .

د پاکستان قبائيلي سيمه خېبرايجنسۍ کې د پوځ لخوا د خېبر ون په نوم د وسله والو په ضد عمليات دوام لري ، او پوځ ادعاوې کوي چې په سيمه کې تراوسه پورې کامياب عمليات ترسره شوي او د ۳۰۰ پورې جنگيالي پکې وژل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG