لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خيبرايجنسۍ : بمي چاؤدنه کې اته کسان وژل شوي دي


خيبرايجنسۍ : بمي چاؤدنه کې اته کسان وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه اته کسان وژل شوي او 15 نور ژوبل شوي دي.

د چارواکو له مخې دغه پيښه دخيبرايجنسۍ لرې پرتې سيمې تيراه د مهربان کلي په يو مارکیټ کې راټولو شوؤ گڼ شمير کسانو باندې ترسره شوې ده خو ددغه چاؤدنې دنوعيت په هکله تر دې مهاله چارواکو څه نۀ دي وئيلي خو ځينې سرچينې وائي بم ديو دوکان څخه بهر ايښودل کړل شوى ؤ.
په سم لاسي ډول ددغه چاؤدنې پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نۀ ده اخستې خو په تيرو وختونو کې خيبرايجنسۍ کې دوه مخالف وسله وال تندروه تنظيمونه لښکراسلام او انصارالاسلام ديو بل په ضد دغسې بريدونو کې ککړ پاتې شوي دي.
په دې وروستيو کې دپاکستان په شمال غربي سيمو کې دترهه گرۍ پيښې سيوا شوي دي او له دې څخه يواځې يوه ورځ دمخه دخيبرپښتونخوا دسوات په سرښار مينگوره کې هم په يو ځانمرگي بريد کې 5 کسان وژل شوي وؤ.
همدغه راز تيره اوونۍ په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې په ترسره شوي ځانمرگي بريد کې 107 کسان وژل شوي او په لسگونو نور ژوبل شوي وؤ.
په افغانستان کې ميشتو ائتلافي ځواکونو ته دضرورت دسامانونو رسولو دپاره دافغانستان دپولې سره پيوست خيبرايجنسي مهمه ځمکنۍ لاره ده او په دغه ايجنسۍ کې زياتره وخت ناټو ته په سامان وړونکو کانټينرو هم بريدونه کيږي.

XS
SM
MD
LG