لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر، اورکزۍ ايجنسي : عملياتو کې ۱۶ جنگيالي وژل شوي


امنيتي ځواکونو د خېبرايجنسۍ او اورکزۍ ايجنسۍ په پوله پرتو علاقو خزانه کنډاؤ او شيرين دره کې د وسله والو په ضد دغه عمليات کړي دي .
امنيتي ځواکونو د خېبرايجنسۍ او اورکزۍ ايجنسۍ په پوله پرتو علاقو خزانه کنډاؤ او شيرين دره کې د وسله والو په ضد دغه عمليات کړي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمو خېبراو اورکزۍ ايچنسۍ کې پوځ د وسله والو په ضد عمليات کړي ، او پوځ په دغو عملياتو کې د ۱۶ جنگيالو د وژنې او ۲۰ ژوبلېدو ادعا کړې ده .

د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار ترمخه تېره شپه امنيتي ځواکونو د خېبرايجنسۍ او اورکزۍ ايجنسۍ په پوله پرتو علاقو خزانه کنډاؤ او شيرين دره کې د وسله والو په ضد دغه عمليات کړي دي .

د ائي اېس پي ار د بيان ترمخه په عملياتو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل کړی شوي دي . ائي اېس پي ار وئيلي چې وسله والو ۹ مړي په ځايي پرېښودي او د موقعې څخه تښتېدلي دي .

د پوځي بيان ترمخه د عملياتو په مهال څلور عسکر ژوبل شوي ، او دوه وسله وال په سخت ژوبل حالت کې نيول شوي دي .

د پوځ لخوا د جمعې په ورځ د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې هم فضايي عملياتو کې د ۲۳ وسله والو د وژنې وئيل شوي ؤ ، او په دغو عملياتو کې د ازبک جنگيالو په نخښه کېدو او يو کمانډر د وژنې ادعا هم شوې وه .

د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د جون د مياشتې راهسې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او وروستو دغه عمليات د خېبرايجنسۍ پورې غځول شوي او دغلته هم د خېبر ون په نوم عمليات روان دي . پوځ وايي په شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ کې په کاميابۍ سره عمليات دوام لري .

پېښور کې په ارمي پبلک سکول د خونړي بريد وروستو دغه عمليات نور تُند کړی شوي ، او د قبائيلي سيمو سره پېښور ، د خېبرپښتونخوا صوبې په نورو سيمو او کراچۍ کې هم امنيتي ځواکونو د يو شمېر وسله والو د وژنې ادعاوې کړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG