لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په خیبر ایجنسۍ کې د مهمو غونډو نیولو ادعا کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې د پاکستان قبایلي سیمه خیبر ایجنسې لرې پرتې راجګل سیمه کې د خیبر ۴م عملیاتو کې يې د ترهګرو دوه مهم ځایونه قبضه کړي.

د پوځ لخوا د اتوار په ورځ ناوخته خپور شوي یو بیان کې ویل شوي په راجګل کې روانو عملیاتو کې پاکستان پوځ د سپینکۍ سر او ستر کلي په نوم مهمې غونډۍ نیولي دي. د بیان تر مخه پوځ په دغه عملیاتو کې درنه وسله او پوځي هیلي کاپټرې هم کارولي. چې له امله يې ترهګر په تیښته مجبور شوي.

وړاندې د دې نه هم د پاکستان پوځ د خیبر ۴م په نوم په دغه عملیاتو کې د یو شمیر جنګیالو د وژنې او د لوې سیمې د نیولو دعوې کړي دي. خو د پاکستان په قبایلي سیمو کې د روانو عملیاتو کې د پوځ د دعوو د ازادو سرچینو نه پخلی نه کیږي.

د پاکستان قبایلي سیمو ته نه خو خبریالان پریښودل کیږي او نه ازادې سرچیني د دغو سیمو سفر کولی شي ،چې د پوځ د دغه دعوو پخلی وشي.

د اتوار په ورځ ناوخته د پوځ لخوا په یو بیان کې ویلي شوي په روانو عملیاتو کې پوځ د بریخ محمد کنډاو سیمه هم د ترهګرو نه پاکه کړی. پوځ په دغه عملیاتو کې د دوو عسکرو د وژل کیدو پخلی هم کړی.

په ورستيو کې امریکايي چارواکو او قانون سازانو پاکستان ته ښکاره ویلي او ټينګار یې کړی چې طالبانو ته د ماتې ورکولو دپاره د امريکا او افغان حکومت مرسته وکړي او د دغسې نه کولو په صورت کې امریکا د پاکستان سره خپلو اړيکو باندې غور کولی شي.

د روانې میاشتې په ۱۵مه نیټه د امریکا کانګریس یوه قانوني مسوده منظور کړې چې ددغه قانون لاندې به پاکستان ته روان کال د اکتوبر د وړومبۍ مياشتې نه تر راروان کال يعنې ۲۰۱۸م د دسمبر تر ۳۱مې نېټي۴۰ کروړه ډالرو مالي امداد تر هغې نه ورکول کېږي تر څو چې د امريکې د دفاع وزير ددې خبرې پخلی ونکړې چې پاکستان په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې پرضد په ریښتوني ډول پوځي عمليات کوي.

د جولاېي په ۲۱مه نیټه د امریکایي پینټاګان ویاند ایډم اسټمپ مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې ددفاع وزیر جم میټس د امریکایي کانګریس دفاعي کمیټو ته ویلي،ددې خبرې پخلی نه شي کولی چې ۲۰۱۶م مالي کال دپاره پاکستان ته دامریکا لخوا د ائتلافي مرستو په نوم کومې پیسې ورکړل شوي هغه یې دترهګرو په ضد جګړه کې لګولي یایې دحقاني شبکې دجنګیالو په ضد کوم ګټور ګامونه اخستي دي.

امریکې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دمرستو دپاره پاکستان ته۹۰ کروړه ډالر بیل کړي وؤ چې هغې کې ۵۵ کروړه ډالر پاکستان ترلاسه کړي هم دي. د امریکې وینا ده پاکستان سره اوس هم وخت شته چې دحقاني شبکې په ضد ګامونه واخلي.

واشنګټن اؤ کابل دتیرې یوې لسیزې راهسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګر پاللي اؤ په دغو ترهګرو افغانستان کې بریدونه کوي.

پاکستان که هرڅو دغه تورونه ردوي خو څیړونکي وایي چې تر دې مهاله پاکستان پخپله خاوره دترهګرو د ځالو له مینځه وړلو دپاره هیڅ داسې قاطعې ګامونه نه دي اخستي چې نړۍ پرې مطمئینه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG