لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د خېبر پښتونخو په ۱۱و ضلعو کې د پولیو واېرس پرضد ځانګړی کمپاېن نن پېلیږي


د خېبر پښتونخوا د صحت چارواکو ویلي د ایالت ۱۱و ضلعو کې به د نن (ګل/ دوشنبې) د ورځې نه د پولیو واېرس پرضد پینځه ورځنی ځانګړی کمپاېن شورو کیږي. په دغه کمپاېن کې به ۱۲لکه ماشومانو ته د پولیو واېرس نه د مخنیوي واکسین ورکړل کیږي.

د صحت چارواکو وي او ای ډیوه ته ویلي چې د خېبر پښتونخوا وروسته پاتې ضلعو شانګله او تورغر کې په نژدیو وروځو کې پولیو پېښو راتلو وروسته فیصله شوې چې د دغه دواړه ضلعو په شمول به په ۱۱ ضلعو کې ځانګړی کمپاېن شورو کوي.

په یادو ضلعو کې بټګرام، اېبټ اباد، مانسهره، هري پور، چارسده، مومند، کوز کوهستان، بر کوهستان، ګولايي پالس، تورغر او شانګله شاملې دي.

روان کال (۲۰۱۹م) کې په تورغر کې د پولیو ۷، چارسده کې ۲ او په شانګله کې ۱ پېښه رپورټ شوې. په شانګله ضلعه کې د پولیو پي-۲ قسمه ۳ او په چارسده کې ۱ پېښه رپورټ شوې.

د خېبر پښتونخوا وروسته پاتې شانګلې ضلعې د صحت یو چارواکي ډاکټر افتخار وي او ای ډیوه ته ویلي چې په دغه سیمه کې د غربت او د عامو ټیکو یا ستنو نه لګولو له کبله د ماشومانو قوت مدافعت (د بیماو مخه نیول) کمزوری شوی چې له امله یې د دغه سیمې ماشومان ډیر په اسانه د پولیو واېرس ښکار کیږي.

په پاکستان کې په قامي کچه د پولیو په ٩١ پېښو کې ٦٦ په خېبرپښتونخوا کې دي. هم دغه شان سږ کال په افغانستان کې د پولیو ٢٠ کېسونه رپورټ شوي.

په خېبر پښتونخوا کې تر ټولو زیاتې پېښې په بنو کې مخې ته راغلي چې شمیره يې سږ کال ٢۴ ته رسیدلی. د بنو وروسته لکي مروت کې روان کل ١٨ کېسونه او په شانګله ضلعه کې ۷ پېښې رپورټ شوي دي.

د خېبر پښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې د پولیو پرضد ننی ځانګړی کمپاېن په داسې مهال شورو کیږي چې د پولیو د مخنیوي نړیوالې ادارې گلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیېټیو په پاکستان غږ کړی چې د پولیو خلاف دې په بېړنۍ توگه گامونه پورته کړي. ادارې د پولیو د څارنې څانگې د پاکستان په اړه په تازه رپورټ کې د پاکستان صورتحال د تشویش وړ بللی.

گلوبل پولیو ارېډیکېشن انېشیټېیو وویل پاکستان په داسې حال کې د پولیو مخنیوی نشي کولی چې د پولیو ضد وېکسین په اړه یې خلک په سماجي او سیاسي کچه "زهرن جن" تاثرات لري.

د ملگرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او ویلي پولیو درې مختلف قسمونه لري چې دوه پکې د نړۍ نه ختم کړی شوي دي خو د پولیو ټایپ ون قسم په افغانستان او پاکستان کې اوس هم وجود لري.

د پولیو مرض د انسان په اعصابي نظام حمله کوي او د انسان بدن ته د جراثیم د اخلېدو په څو گنټو کې انسام معزوره کړي. ماهرین وايي د پولیو علاج نشته خو وېکسین د دې نه د بچ پاتې کېدو یواځینۍ موثره لاره ده.

XS
SM
MD
LG