د خېبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې پوليس وايي د يوې کم عمره دوه نيمو کالو ماشومې جسد ورته ترلاسه شوی څوک چې دوه ورځې وړاندې د کوره بې درکه شوې وه، پوليس وايي ماشومه وژل شوې او د جنسي تيري پلټنې يې کوي.
د چارسدې ضلعې د پړانګو پوليس تاڼې يو چارواکی (محرر) حامد خان خان وايي دوی ته د نهې/ سه شنبې په ورځ د ماشومې د بې درکۍ خبر شوی ؤ چې دوه کلنه ماشومه د کوره وتلې او بيا بيرته نه ده راغلې.
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د شورو/ چهارشنبې په ورځ بيا پوليس ته خبر ورکړی شوی او د ماشومې جسد ترلاسه کړی شوی او د هغه په وېنا ماشومه په تشدد وژل شوې ده.
هغه زیاته کړه پولیس اول د ماشومې د تښتولو يا اغوا او اوس بيا د وژنې مقدمه درج کړې او پلټنې پېل کړی شوي دي.
هغه دا هم وويل چې دوی د ماشومې د بدن څخه نمونې اخستي او معاينې دپاره یې ليږلي دي چې په ماشومه د جنسي تيري په اړه مالومات ترلاسه کړي او دغه رپورټ ته په تمه دي.
په چارسده کې دغه تازه پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې په پاکستان کې په ماشومانو د جنسي تیريو د پېښو خبرونه وخت په وخت مخې ته راځي، او په دغه اړه په حکومتي کچه بيانونه هم راځي او د سختو سزاګانو ویل کيږي خو باوجود د دې هر څه دا پېښې مخې ته راتلل دوام لري.
تردې چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ستمبر په میاشت کې ويلي ؤ "د هغه په نظر، کوم کسان چې په جنسي تيريو کې ککړ وي پکار ده چې دغه کسان په ښکاره تېزندي کړی شي او يا خصيان کړی شي، هغو ته دې دا سزاګانې ورکړی شي".
خو د وزیراعظم په دغه بيان تاوده بحثونه شوي او ویل شوي ؤ چې د دغه سزاګانو سره جرمونه نه کمیږي او پيپلز ګوند ویلي ؤ په ښکاره خلکو ته د تیزندۍ سزاکانې د پخواني پوځي امر ضیاالحق په وخت کې هم وې خو د سختو سزاګانو باوجود جرمونه د کمیدو په ځاې زیات شوي وو.
په خېبرپښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکی عمران ټکر وايي د اندېښنې وړ خبره دا ده چې دا پېښې په دوامداره توګه مخې ته راځي او د پېښې سره سم حکومتي بيانونه شروع شي خو په عمل کې هيڅ نه کیږي او يو قانون نه عملي کيږي.
عمران ټکر وايي د سختو سزاګانو او بيانونو په ځای بايد موجود جوړ کړی شوي قوانين عملي کړی شي او دغه شته سزاګانې ورکړی شي کومې چې په قانون کې ليک دي.
په خېبرپښتونخوا کې د پوليس شمېرې ترمخه د روان کال په لومړو اته مياشتو کې د ماشومانو سره د جنسي تيريو د 182 پېښو مقدمې درج شوي او په دغو پېښو کې تورن 235 کسان نيول شوي هم دي.
د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو ته د لاسرسي د ادارې د شمېرو ترمخه په تېر 2019م کال کې په ماشومانو د جنسي تيريو 185 پېښې شوې وې چې پکې 135 کم عمره هلکان او 50 ماشومې جينکۍ شامل وې.