لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې د پېسو د لېن دین ریکارډ ساتلو دپاره کابېنې ډېجېټل پالیسي منظوره کړه


د حکومتي شمېرو ترمخه په موجوده وخت کې د پيښور هايي کورټ اود خيبر پښتونخوا سيشن کورټس د ډيجيټاليزشن لپاره د يو نيم ارب روپو نه زيات فنډ ټاکل شوی دی
د حکومتي شمېرو ترمخه په موجوده وخت کې د پيښور هايي کورټ اود خيبر پښتونخوا سيشن کورټس د ډيجيټاليزشن لپاره د يو نيم ارب روپو نه زيات فنډ ټاکل شوی دی

په خېبرپښتونخوا کې ولس ته انټرنېټ په ارزانه بېیه ورکولو، د پېسو د لېن دین ریکارډ ساتلو او د دفتري کار د کمپیوټر دلارې کولو دپاره صوبايي کابېنې ډېجېټل پالیسې یا تگلاره منظوره کړه.

د تگلارې د مسودې ترمخه په صوبه کې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ د ترقۍ له امله به په دې مد کې ځوانانو دپاره د کار روزگار موقعې او د روزگار د پيده کولو لاري نورې هم اساني شي، په نتیجه کې به یې په صوبه کې د بې روزگارۍ شرح هم ټیټه شي.

د مجوره تگلارې ترمخه، دې پالیسۍ یو هدف مېرمنو ته د کمپیوټر زدکړې ورکول هم دي او کله چې په تگلاره عمل شروع شي نو په کمپیوټر د پوهه مېرمنو شرح به ٥٠ فیصد ته ورسېږي.

د خېبر پښتونخوا کابيني اجلاس وروسته خبري عونډي تا خپلې وينا کې د سائنس او انفارميشن ټيکنالوجي لپاره د وزير اعلي خصوصي مرستيال کامران خان بنګش وويل چي د خيبر پختونخوا ډيجيټل پاليسي جوړولو مقصد په صوبه کې د پېسو لين دين آن لائن جوړول او د هغې مناسب ډيجيټل ريګارډ ساتل هم دي. هغه زياته کړه چي دي پاليسې تا عملي شکل ورکولو له لارې به په دفترونو کې ټول ريکارډ کمپيټرايزډ شي.

د شميرو تر مخه د خيبر پختونخوا په بېله بېلو محکومو کې انفارميشن ټيکنالوجي او کمپيوټرايزډ سسټم شروع کولو لپاره صوبايي حکومت د ١٦ ارب رپو نه زېاتې پېسې لگولي دي.

د پېښور د زرعي يونيورسټۍ انفارميشن ټيکنالوجي څانگې ډپټي ډايريکټر ګوهر رحمان خليل وائس اف امريکا ډيوه نيوز ته وويل چي د خيبر پښتونخوا ډيجيټل پاليسي وضع کول د ستاينې وړده او خو په دې باندې عملي کار کولو په لړ کې به صوبايي حکومت د ډيرو مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

هغه وویل ټول ريکارډ کمپيوټرائز کولو د پاره مکمل ان لائن کمپيوټر سيکيورټي پکار وي چې ډير مالي لگښت غواړي.

د حکومتي شمېرو ترمخه په موجوده وخت کې د پيښور هايي کورټ اود خيبر پښتونخوا سيشن کورټس د ډيجيټاليزشن لپاره د يو نيم ارب روپو نه زيات فنډ ټاکل شوی دی او د خيبر پښتونخوا صحت او تعليم محکمو کې تر ډير حده پوري په انفاميشن ټيکنالوجي باندې کار تر سره شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG