لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ٢٠١٨ په شپږو میاشتو کې په خېبرپښتونخوا کې ٥١ مېرمنې د غیرت په نوم ووژل شوي


په پاکستان کې وخت په وخت په مېرمنو د تشدد او زور زیاتې خلاف احتجاجونه کېږي

د مېرمنو د حقونو او تحفظ دپاره د خېبر پښتونخوا کمېشن ان سټېټس آف ویمن د شميرو تر مخه د کال ۲۰۱۸ په اخېریو شپږو مياشتو په مهال په صوبه کې ۵۱ مېرمنې د غيرت په نوم ووژل شوې.

په پېښور پريس کلب کې خبري غونډې ته د کمېشن ان سټېټس اف ویمن ډاريکټر پروګرام آمنه وحيد دوراني وویل چې په زنانه ؤجنسي او جسماني تشدد او په کم عمرۍ کې د ودونو په ضد قانون جوړولو دپاره صوبايي حکومت تا تجويزونه وړاندې کړی شویدي او ډير زر به د خيبر پښتونخوا اسمبلي دغه قوانين منظور کړي.

مېرمن دوراني زیاته کړه چې په زنانه و د کورني تشدد په اړه بل د خېبر پښتونخوا صوبايي کابينې منظور کړی دې او دوی اوس د چائلډ وېلفېر کمېشن سره د کم عمرې يا په زوره ودونو په ضد قانون په جوړولو کار کوي. هغې وویل په زنانه و د تېزابو اچولو د پېښو مخنيوي او د مېرمنو د سمګلنګ یا قاچاق د مخنیوي په اړه په قانون هم کار راون دی.

نوموړې زياته کړه چې قبایلي علاقو کې د صوبايي اسمبلي څوکو لپاره کېدونکي انتخاباتو کې د زنانو برخه اخيستل او په ټاکنو کي د هغوی ووټونو اچولوعمل موثر جوړولو لپاره کار پيل کړې شوی دی.

د ميډيا سره د خبرو په مهال د کميشن زنانه غړې روبينه مسيح وېنا وه چې د زنانه د حقوقو قوانین عملي کول پکار دي.

د ياد کميشن د شميرو تر مخه په خيبر پختونخوا کې تير کال ۳۲۲ زنانه د تشدد ښکار شوي دي، شميرې زياتوي چي د کال ۲۰۱۸ اخري ۶ مياشتو دوران زنانو سره د جنسي تيري ۹ چي پکې څلور اجتماعي زياتي کيسونا شامل دي په ريکارډ راغلي دي.

د شميرو مطابق په زنانو د کورني تشدد ١٠، دخودکشۍ یا د ځان وژنې ۲۱، اغواکارۍ یا د مېرمنو د تښتول کیدو ١١، د زنانه و د سمګلنګ درې او د مېرمنو د ویرولو ته کيسونه د تير کال د جولايئ مياشت نا تر دسمبر پورې ريکارډ شوېدي.

XS
SM
MD
LG