لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټولنیزو رویو د خېبرپښتونخوا زیاتره مېرمنې په سیاسي توګه وروسته ساتلي، ماهرین وايي 


د سياسي چارو پوهان وايي په ټولنه کې د مېرمنو په اړه د سړو ټولنيز چلند لا اوس هم تر ډیره حده نه دی بدل شوی او سړي نه غواړي چې ښځې پرمختګ وکړي نو ځکه ښځې د تعليم، د شناختي کارډ جوړولو او ووټ دپاره د رجسټرېشن یا نوم لېکنې نه محرومه پاتې دي

په خېبرپښتونخوا کې د سړو او مېرمنو ووټرانو ترمنځه 26 لکه پورې فرق ريکارډ شوی چې لوی علت يې د مېرمنو قومي شناختي کارډونو نېشت والی او د ووټونو په اړه په ښځو کې د پوهې کمی بلل کیږي.

د سياسي چارو پوهان وايي په ټولنه کې د مېرمنو په اړه د سړو ټولنيز چلند لا اوس هم تر ډیره حده نه دی بدل شوی او سړي نه غواړي چې ښځې پرمختګ وکړي نو ځکه ښځې د تعليم، د شناختي کارډ جوړولو او ووټ دپاره د رجسټرېشن یا نوم لېکنې نه محرومه پاتې دي۔

د مېرمنو د حقونو فعالان غوښتنه کوي چې حکومت باید مېرمنو د پاره د قومي شناختي کارډ جوړولو او خپل ووټ رجسټرډ کولو د پاره زمنيه برابره کړي۔

په خېبر پښتونخوا کې د اليکشن کمېشن دفتر نه ترلاسه شويو شمېرو ترمخه د صوبې په کچه د ناريناو ووټرانو شمېره يو کروړ او لس لکه دی خو د ښځو ووټرانو شمېره څلور اتيه لکه رېکارډ شوېده۔

د سړو په پرتله د ښځو ووټرانو د شرحې د کمې په اړه په اسلام آباد کې مېشت د سياسي او جمهوري چارو کار پوه قرېش خټک وايي اوس هم په ټولنه کې مېرمنو ته هغه حقونه نه دي ترلاسه چې آئين او قانون ورته ورکړي ځکه يو شمېر ښځې په ووټونو کې د برخه اخیستلو نه محرومه دي۔

قرېش خټک وايي د شناختي کارډ ترلاسه کوولو او په ووټونو کې د برخه اخیستلو دلارې مېرمنې د سړو برابر يوه موقع موندلی شي خو دغه "موقع خلک نه ورکوي خپلو ښځو ته او د دې وجه دا ده چې معاشره کمتره ګوري مېرمنو ته ځکه په دې علاقه کې د ښځينه رای ورکوونکو تعداد کم دی د سړو په مقابله کې."

نوموړي زياته کړه چې مېرمنو د ووټونو رجسټرېشن سېوا کولو د پاره بايد د ماشوم او ماشومې پېدا کېدو سره سم د هغو رجسټرېشن کول لازم کړل شي او دا چې کوم خلق مېرمنې د قومي شناختي کارډ جوړولو او ووټ نه منع کوي د هغوئ خلاف قانون سازي کول او سزا ورکول پکار دي.

د خېبر پښتونخوا الېکشن کمېشن د دفتر وياند سهيل خان وي او ای ډيوه ته وويل په لرو پرتو علاقو لکه تورغر، کوهستان جنوبي ضلعې او قبايلي ضلعې سيمي دي په هغو کې د ښځو ووټرانو شرح سېوا کولو د پاره د نادرا ګاډي ورځي او د هغو د شناختي کارډ رجسټرېشن کوي۔

سهیل خان وايي چې کومو سيمو کې د ښځو ووټرانو شرح کمه ده هلته اليکشن کمېشن د ووټ رجسټرېشن په اړه پوهې ورکولو په لړ کې مهم هم پېل کړی دی۔

" هغه علاقو کې چې چرته ښځو سره شناختي کارډونه نه وؤ او يا ورته په جوړولو کې مشکلات مخې ته راتلل نو هلته اليکشن کمېشن دغه مهم شروع کړی ؤ او په هغې کې مونږه نادرا ته خواست کړې ؤ چې کوم ځاۍ کې کوم بلاکس دي چرته چې د شناختي کارډ نه جوړولو له وجې دا ګېپ يا فرق دې نو د هغې د پاره نادرا مونږ ته موبايل رجسټرېشن ګاډی راکوي"

د پاکستان اليکشن کمېشن د وېب پاڼې ترمخه د ناريناو او مېرمنو ووټرانو په تعداد کې تر ټولو زيات فرق د خېبر پښتونخوا قبايلي سيمي او د قومي اسمبلۍ حلقه اين ای 50 جنوبي وزيرستان کې مخې ته راغلې، چرته چې د ناريناو ووټرانو شرح 68 فيصده ولې د مېرمنو څه د پاسه 31 فېصده ريکارډ شوي.

شمېرې ښايي چې په شمالي وزيرستان حلقه اين ای 48 کې د سړو ووټرانو شرح څه کم 62 فيصده او د ښځو 38 فيصده ريکارډ شوې۔

دغه شمېرې زياتوي د ضلع مهمند حلقه اېن ای 42 کې د ناريناو او مېرمنو ووټرانو ترمنځه فرق 66 زره 663 ريکارډ شوی او هم دغه شان د قبايلي سيمو حلقه اين اې 51 کې د سړو ووټرانو شرح څه د پاسه 60 فيصده او د ښځو وټرانو شرح څه کم 40 فيصده ريکارډ شوې ده۔

XS
SM
MD
LG