لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روغتیاپوهان: واکسینونه مو له ۲۳ ناروغیو او دوه ډوله سرطانونو ساتي


واکسینونه کولای شي د ۲۳ بیلابیلو ناروغیو او دوه ډوله سرطانونو څخه مخنیوي وکړي خو بیا هم ددغو پرمختګونو ترڅنګ زیات خلک د واکسینونو له اخیستلو ډډه کوي.

روغتیايي کارکونکي هڅه کوي هر کوچني ماشوم ته د پولیو د ناروغۍ واکسین ورکړي تر څو په راتلونکې کې ددغې ناروغۍ له ناوړه پایلو څخه وژغورل شي.

د شېري په څېر ډیرې داسې ناروغۍ دي چې په واکسین یې مخنیوي کیدای شي خو بیا هم ټول ماشومان دغه واکسین نه اخلي.

په لویدیځو هېوادونو کې ددې یو دلیل دا دی چې مور او پلار په خپله خوښه ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.

د امریکا د فېلېډیلفیا د کوچنیانو له روغتون څخه ډاکټر پال افېټ وايي:٫٫ زما د ټولې کارې دورې راهیسې دلته هر کال داسې ماشومان وینو چې د داسې ناروغۍ له امله مري چې د واکسین په اخیستلو یې مخنیوي کیدای شي او په ډېرو حالاتو کې دلیل هم دا وي چې والدینو یې دا پرېکړه کړې ده.٬٬

تېر کال په اروپا کې ۱۴۰۰۰ ماشومان په شري اخته شوي وو چې په رومانیا کې یې تر ټولو زیاتې پېښې وې. په رومانیا کې د روغتیا د نړیوالې اسامبلۍ څخه مېلانا ګېبیک وايي: ٫٫ مونږ له دغې ناروغۍ سره تر هغو جګړه نشو کولای تر څو زیات ماشومان واکسین نشي خو مونږ باید پدې پوه شو چې ولې د واکسین پوښښ اوس په کمېدو دی.٬٬

زیات روغتیايي کارکونکي وايي، واکسینونه که څه هم د ناروغیو په مخنیوي کې بریالي دي خو بیا هم ځینې خلک ترې وېره لري.

ډاکټر پال زیاتوي: ٫٫ زما د مور او پلار لپاره چې په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ کې ماشومان و ډیفټیریا د ماشومانو لپاره یوه وژونکې ناروغۍ وه او د پولیو له امله ماشومان معیوب کېدل نو له همدې وېرې یې ما، زما ورور او زما خور ته واکسینونه هم نه دي ورکړي.٬٬

یوه نوې څېړنه ښيي چې په امریکا کې د واکسین نه کول اوس ساري شویدي. له هغو ټولنو څخه چې واکسین په کې نه کیږي دا ناوړه دود نورو ټولنو ته هم خپریږي.

ځېنې والدین په انټرنېټ باندې د واکسینونو په اړه غلط معلومات لولي چې ګواکې د واکسینو له امله ځینې دماغي ناروغۍ پیدا کیږي او بیا دوی دغه غلط معلومات نورو ته خپروي او د اصلي ناروغۍ ویره ترې هیریږي.

په ځینو ځایونو کې بیا قوانین سخت شویدي. په کالیفورنیا کې ماشومانو ته اوس واکسینونه هرو مرو ورکول کیږي.

په اسټرالیا کې اوس ځوانو جونو ته د اچ پي وي واکسین ورکول کیږي کوم چې د رحم د سرطان مخنیوي کوي.

له نن څخه ۲۰ یا ۳۰ کاله وروسته به په اسټرالیا کې د حکومت لخوا د واکسین د روان کمپاین له امله د دې ډول سرطانونو کچه خورا زیاته کمه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG