لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لبنان کې په مواصلاتي الاتو کې نورو چاودنو 14 کسان وژلي او 450 ټپیان شوي


د لبنان د صحت وزارت ویلي د هېواد په مختلفو برخو کې په مواصلاتي الاتو کې د چاودنو بلې څپې د چارشنبې- شورو په ورځ لږ تر لږه 14 کسان وژلي او 450 نور کسان یې زخمیان کړي دي.

رپورټونه وايي د چاودنو په نوي لړۍ کې هغه الېکټرانېک الات چې د حزب الله وسله وسله وال يې د يو بل سره خبرو دپاره استعمالوي، د شورو، چهارشنبې، په ورځ په هدف کړی شول.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د حزب الله په پېجرو کې قریبا ً په یو وخت چاودنو کې تر ۱۲ پورې کسان ووژل شوو او ۲۸۰۰ نور کسان زخمیان شول.

حزب الله او د لبنان حکومت اسرایل د نهې، سه شنبې، د ورځې د چاودنو ذمه وار وبللو خو اسرایل په دې اړه څه نه دي ویلي.

حزب الله د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د حماس په حمایت کې به د اسرایل خلاف جنګ ته دوام ورکوي او اسرایل دې د سختې سزا انتظار وکړي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د مصر د دورې په مهال د شورو، چهارشنبې، په ورځ په قاهره کې وویل امریکا نه خو د لبنان په چاودنو کې لاس لري او نه هم يې په دې اړه پېشګي معلومات لرل.

د مصر خارجه وزیر بدر عبدالعاطي سره شریک خبري کانفرس ته بلېنکن وویل د منځني ختیځ په شخړه کې ښکیل فریقېن دې داسې ګامونه نه اخلي چې له امله يې جنګ نور زیات شي.

عبدالعاطي د ترجمه په زریعه خبري ناستې ته وویل مصر د داسې ډول ګامونو غندنه کوي چې د لبنان د خودمختارۍ خلاف ورزي کوي. هغه زیاته کړه چې مونږ د مکمل جنګ په څنډه یوو.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په لبنان کې د چاودنو نه څو ګنټې مخکې د اسرایل حکومت اعلان کړی و چې د حماس جلاف د جنګ په اهدافو کې لبنان د پولې سره نږدې سیمو کې جګړې دلاسه بې کور اسرایلیان ستنول هم شامل دي.

د حزب الله مشر حسن نصرالله خپل وسله وال موبایلونو د استعمال نه منع کړي وو، په دې تشویش چې اسرایلي استخبارات به يې د رابطو څارنه کوي.

په تایوان کې مېشته د ګولډ اپالو نومې کمپنۍ باني هېسو چینګ وانګ د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل دوی په لبنان کې چاودېدلي پېجرې نه وې جوړې کړې خو په هنګري کې یوې کمپنۍ ته يې اجازت ورکړی و چې د ګولډ اپالو په نوم دغه پېجرې تیارولی شي.

په امریکا او په منځني ختیځ کې د امنیتي چارو ماهرینو د امریکې خبري ادارو ته وویل لبنان ته د لېږل کېدو نه مخکې اسرایلي اېجنټانو دغه پېجرې قبضه کړې وې او په کې چاودېدونکي مواد د شاملولو وروسته پرېښودې.

د یورپين یونین د خارجه تګلارې مشر جوزپ بورېل په لبنان کې صورتحال د پرېشانۍ وړ وبللو او ویې وېل په دې اړه د لبنان خارجه وزیر عبدالله بو حبیب سره خبرې وکړې.

په ماسکو کې د روس د حکومت، کرېملېن، ترجمان دمتري پېسکوف د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل په لبنان کې د چاودنو وروسته به په تاوتریخوالي کې یقنن اضافه کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG