لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوهاټ کې ټرېفیکې پېښه کې ۱۴ تنه مړه او ۳۴ ژوبل شوي


د خېبر پښتونخوا په کوهاټ ضلعه کې په يوه ټرېفیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه او ۳۶ نور ژوبل شوي او په ژوبلو کسانو کې د ځېنو روغتيايي حالت مرګونی دی.

د کوهاټ د مرستيال کمشنر دفتر وي او اې ډيوه ته پخلی کړی د بونېر ضلعې نه کراچۍ ته د سورلو روان بس "کوچ" په لاچۍ سيمه کې د تېلو ټینکر سره جنګیدلی.د بيان تر مخه د پېښې مړي او ژوبل کسان د کوهاټ ضلعي روغتون یا هسپتال ته وړل شوي.

د رپورټونو تر مخه دغه بس یا کوچ نن د خالي، یکشنبې په سھر د بونېر شاهد نومې کوچ اډې نه کراچۍ ته روان شوی وو. د يادې اډې يو کارکوؤنکي شاجهان وي او اې ډيوه ته ويلي، په ګاډي کې ۴۷ کسان سواره وو خو نوموړي دا پخلې نه دی کړ‎ی چې په ګاډي کې سورو کسانو کې د ښځو او ماشومانو شمېره څومره وه۔

د کوهاټ ځايي پوليسو ويلي په سمدستي ډول دا نه شي ویلی چې د ګاډو د ټکر کېدو علت څه دی یا د ګاډو د ډرائيورانو د غلطۍ له عمله پيښه رامينځ ته شوې ده.

په پاکستان کې دغه ډول پيښې وخت په وخت رامينځ ته کيږي. چارواکي وايي د سورلو سره په عامو ګاډو کې د حساب نه زيات کسان کښينول کيږي او يا پرې زيات وزن بارولی شي۔

د دې ترڅنګ د يادو پيښو علت د ډرائيورانو تيز رفتاري او بې غوري ګڼل کيږي خو په پاکستان کې د سړکونو خرابوالې او د ټريفک د قوانين نه عملي کول هم د داسې قسمه پېښو لوې علت ښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG