لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډاکټر عاصمه د ډزو وروستو منډې به کله هیرې نه کړم: نزیلت راني


asma
asma

په کوهاټ کې څو ورځې وړاندې وژل شوې عاصمه راني خور نزيلت راني وي او ای ډیوه ته ویلي ٫٫ هغه منډه به کله هم هيره نکړم چې کله مې قاتلانو خور په ډزو اویشته.٬٬

د خېبر پښتونخوا کوهاټ ښار يوه ځوانه پېغله عاصمه راني چه په اېبټ اباد کې د ميډيکل يا طبي زدړه کړو د دريم کال زده کونکې وه د رشتې نه په انکار وژل شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو د عاصمه راني د اخرۍ سلګو او بیا د خپل وژونکي نوم اختسو ویډیو، نه یواځې د مدني ټولنو فعالین په سړکونو په احتجاجونو مجبور کړل بلکه دغه خبر په پاکستاني مطبوعاتو کې هم ځاې پیدا کړو او بیا د پاکستان سپریم کورټ د دغې پېښې نوټس هم واخستو او ورته ادارو ته د قاتل د نیولو امرهم کړی.

په کوهاټ کې وژل شوې دغه پېغلې خور نزیلت رانيچې پخپله هم د قانون زده کړې کوي د وي او ډیوه سره خبرو کې په ژړغوني غږ خپله خور او دهغې سره تړلې ډیر څه یاد کړل.

د خپلې وژل شوې خور عاصمه راني په حقله د خبرو په وخت نزیلت ویلي ٫٫ عاصمه د مور پلار نازبینه لور وه، نه یواځې په حسن خاېسته وه، د نيکو احساساتو نه یو ډک زړه يې هم لرلو.٬٬

نزيلت زیاته کړې ٫٫ عاصمه ته به خلکو د هغې خاېست له وجې سپوږمۍ هم وېله. په ځان يې شپه او ورځ يو کړي وو چې خپله ډاکټري سر ته ورسوي او د بې وسه خلکو سره په علاج کی کومک وکړي.

میرمن نزیلت د حکومت نه د خپلې کورنۍ د خونديتوب غوښنه کوي د خپلې خور لپاره انصاف غواړي.

د خپلې خور د ژوند په اړه د خبرو په اړه نزیلت راني وايي ٫٫ د عاصمه د ژوند ارمان واده کول نه وو، هغې غوښتل چې د مور او پلار دغه ارمان پوره کړي او خپلې زده کړې پوره کړي.٬٬

د نزیلت راني سره د وي او ای ډیوه خبریال احسان محمد خان مرکه په لاندیني لنک اوریدی شئ.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:05:01 0:00

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG