لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهستان: د غیرت په نامه د نهو مرګونو وروسته، درې کسان عمري قید شول


د خېبر پښتونخوا کوهستان ضلعې یو ځايي عدالت د پېنځه جینکو د ویډیو او د مرګ په مقدمه کې نن (زیارت/ پنجشنبې په ورځ) دریو تنانو ته د عمر قید(عمري بند) سزا اورولی او په دغه قضیه کې ککړ نور پینځه کسان يې خوشي کړي.

د وژل شوو کسانو وکیل عبدالصبور وي او ای ډیوه ته د ننۍ فیصلې په اړه ویلي: ٫٫ د پینځه نورو کسانو د خوشي کیدو پرضد به اعلا عدالت کې خواست جمع کوو ځکه په دغه مقدمه کې ټول اته واړه کسان ککړ وو.٬٬

په کال ۲۰۱۲م کې د خېبر پښتونخوا کوهستان په یو لري کلي کې په یوه ویډیو کې د یو واده په دستوره کې دوه هلکان ګډیږي او ورته ناستې پینځه جينکۍ او ښځې لاسونه پړقوي.

دغه ویډیو افضل کوهستاني نومې ځوان خپره کړې وه او ادعا يې کوله چې په ويډيو کې ليدل کېدونکې پينځه جينکۍ د يوې جرګې د پرېکړې وروسته وژل شوي.

د ځینو راپورونو ترمخه دغه هلکان د افضل کوهستاني وروڼه وو، او افضل کوهستاني بیا دعوه کړې وه چې د جينکو خپلوانو دغه دواړه وژلي وو. او وروسته يې بیا د کوهستاني یو بل ورور هم ووژلو.

په دغه مقدمه کې بیا افضل کوهستاني هم سر وخوړ کله چې هغه روان کال د مارچ په میاشت کې په اېبټ اباد ښار کې هم د دغه قضیې اوریدنې وروسته په ډزو ووژل شو.

افضل کوهستاني څو څو ځله امنیتي چارواکو او عدالتونو ته خواست کړی وو چې ژوند يې خوندي کړي. نوموړ د پاکستان په میډیا کې د دغې لانجمنې قضیې له امله یو پیژندلې څېره جوړه شوې وه او تل به يې وېل چې ژوند ته يې خطر دی.

د افضل کوهستاني یو بل ورور بن یاسر د عدالت ننۍ فیصله ستاېلې خو زیاته کړې يې ده چې د دغه ویډیو راتلو وروسته يې څلور وروڼه وژل شوي او کورنۍ يې په خپلو کورونو او سیمو پریښودو مجبوره کړی شوي.

بن یاسر زیاته کړې چې په دغه قضیه کې ککړ په اتو ملزمانو کې یواځې دریو ته سزا ورکړل شوي او پینځه نور خوشي کړی شوي.

په کال ۲۰۱۲م کې په کوهستان کې رامخې ته شوې دغه ویډیو وروسته وېل کیږي چې په ویډیو کې ښودل شوې پينځه جینکۍ او دوه هلکان وژل شوي، د دغه هلکانو دوه نور ورونړه هم د دغه قضیې په سر وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG