لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې ډاکټرانو د خپل هړتال ختمولو اعلان کړی


عبدالرزاق

د خیبر پښتونخوا حکومت او د صوبې د ډاکټرانو اتحاديې تر منځه تیره شپه د خبرو اترو وروسته ډاکټرانو په ګرده صوبه کې د هړتال یا کاربندیز ختمولو اعلان کړی.

د تیرو شپږو ورځو راهسې په احتجاج د خېبر پښتونخوا ډاکټرانو تیره شپه د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د غړو سره د کامیابو مزاکراتو یا خبرو اترو ورسته ویلي نن د شورو په ورځ به ټول هسپتالونه په عادي توګه کار کوي او د مریضانو درملنه به کوي.

په پېښور کې د ډاکټرانو او صوبايي حکومت تر منځه خبرو اترو کې فیصله شوې چې د ډاکټرانو د غوښتنو عملي کولو لپاره به دووه کميټیانې جوړولی شي.

لومړۍ کمیټي به د صوبايي حکومت لخوا جوړ شوي آر اېچ ای/ ډي اېچ ای اصلاحاتو جاج اخلي او دویمه کميټي به په پېښور کې د ډاکټرانو او صحت چارواکو تر منځه شوي تاو تریخوالي پلټنې کوي. د دوېمې کمېټۍ مشري به د پېښور ضلعي مشر یا کمشنر کوي.

ډاکټرانو احتجاج ولې پېل کړی وو؟

د تیرو څو ورځو راهسې په خېبر پښتونخوا کې په سرکاري هسپتالونو کې د هړتال په اړه یوې خبري غونډي ته د خالي یا شنبې په ورځ د صوبې د ډاکټرانو کونسل کنوینيېر ډاکټر سراج اسلام ویلي چې د صوبې په ټولو ضلعو کې ډاکټران په احتجاج دي.

نوموړي تور لګولی چې د ریجنل او ډسټرکټ هېلته اتهارټي نه دا ښکاره ده چې حکومت د ډاکټرانو سرکاري نوکرۍ ختمول غواړي او د ډاکټرانو نه د ترقۍ او نورو مراعاتو اخستل غواړي.

٫٫ د هسپتالونو چې کومه نجکاري کېږي د هغې قانوني مسودې کاپي مونږ ترلاسه کړې کومه چې حکومت زمونږ نه پټه ساتلې.په دغه مسوده کې ښکار لیکل شوي چې د سرکاري ملازمينو سرکاري حيثت ختم کړی شو او هسپتالونو ته د حکومت لخوا ميلاويدونکې فنډونو ته د قرضې درجه ورکړې شوې، چې معنا يې دا ده چې هسپتال به اوس خپل فنډونه په خپله پېدا کوی.٬٬

په يادې قانوني مسودې کې دا هم ليکل شوي چې ريجنل هلته اتهارټي به د صحت په مرکزونو کې د ډاکټرانو تقرري، د ملازمينو د کار کولو لپاره قاعده او تاديبي کاروايانو کې شفافيت راوستلو واک لري. د مسودې ترمخه اتهارټي ته به د يو خالي عهدې ختمولو، نوې عهدې پېدا کولو او د يوې عهدې په قاعدو کې بدلون راوستلو اختيار هم حاصل وي.

د خېبر پښتونخوا حکومت دریځ:

د (کی پی ریجنل اېنډ ډسټرکټ هېلته اتهارټي اېکټ ۲۰۱۹ ) قانون په اړه د صحت صوبايي وزیر صلاحکار ډاکټر جواد واصف وايي د دې قانون مقصد د اختياراتو مناسب تقسيم دی، نه چې د هسپتالونو نجکاري یا شخصي کول.

٫٫ یو سیمه ایز بورډ به جوړیږي او دغه بورډ به نېغ په نېغه فیصله کوي او (کارونه) به زر تر زره کېږې. خلکو ته به بیا بیا راتلل نه وي. په دغه بورډ کې به پنځه کسان وي چې دوه به پکې ډاکټران وي، يو د نرسانو نماېنده او دوه به پکې د ټولنې نماېندګان وي.٬٬

ډاکټر واصف زیاته کړې چې د صحت محکمې لخوا جوړې شوې کميټۍ د ډاکټرونو د تعليم او سپيشلاېزيشن (په ځانګړې څانګه کې د ډاکټرانو ډګري) په بنياد د دوو کالو لپاره د دوي تبادلې (ټرانسفر) د دوي ابايي سیمو ته کړي دي چرته چې په هسپتالونو کې د ډاکټرانو اړتیا ده.

د ډاکټر جواد واصف تر مخه د خېبر پښتونخوا د لرې پرتو سیمو په هسپتالونو کې ۷۰ سلنه څوکې (پوسټونه) خالي دي او حکومت به ۱۰۰۰ ډاکټران دغه سیمو ته لیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG