لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان د قتل په مقدمه کې په ٥٧ ملزمانو فرد جرم ولگول شو


د مشال خان د قتل خلاف د پاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه شوي وو
د مشال خان د قتل خلاف د پاکستان په مختلفو ښارونو کې احتجاجونه شوي وو

د مشال خان د قتل په مقدمه کې د ترهگرۍ پرضد خصوصي عدالت په ٥٧ گرفتارو کسانو فرد جرم ولگولو او رپورټونه وايي په ضمانت د ازادۍ لپاره يي ١٧ ملزمانو درخواستونه رد کړل.

د مشال خان د قتل د مقدمې رسمي اورونه د نهې، سه شنبې، په ورځ د ترهگرۍ پرضد عدالت کې په هري پور جیل کې پیل شوه.

ټولو ٥٧ ملزمانو د مشل خان په قتل کې د ککړتیا الزام رد کړو.

ټاکل شوي ده چې په مقدمه کې به ٦٠ گواهان بیانونه ورکوي.

د شورو، چار شنبې، د ورځې نه به د مقدمې رسمي اورونه شروع کیږي او ١٨ گواهانو ته د بیانونو ریکارډ کولو ویل شوي دي.

مشال خان د مردان د عبدالولي خان یونیورسټۍ د صحافت د څانگې طالب علم و. د اپریل د میاشت په ١٣ مه نیټه قهرجنو خلکو د مذهب د سپکاوي په تور په بې دردۍ هم په یونیورسټۍ کې ووژلو.

پولیس ویلي داسې څه شواهد يي نه دي ترلاسه کړي چې گنې مشال خان د مذهب سپکاوی کړی و.

د مشال خان د قتل په مقدمه کې گرفتار ٥٧ کسان زیاتره هم د عبدالولي خان یونیورسټۍ طالب علمان دي. دوي د فرد جرم منلو نه انکار کړی دی.

د مشال خان د قتل په سر مقدمه د هايي کورټ په امر د امن و امان په خاطر هري پور جیل ته منتقل کړی شوي ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ عدالت کې د مشال خان پلار اقبال خان او یا د هغه وکیلان موجود نه وو. د هري پور په جیل کې د مشال خان د قتل مقدمه کې خبریالان یوازې د عدالت په اجازت نامه برخه اخیستل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG