لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : په سختو امنيتي تدابيرو کې دمحرم مياشت پيل شوې ده


پاکستان : په سختو امنيتي تدابيرو کې دمحرم مياشت پيل شوې ده
پاکستان : په سختو امنيتي تدابيرو کې دمحرم مياشت پيل شوې ده

په پاکستان کې نوى هجري کال 1432ء او د محرم مياشت په داسې حال کې پيل شوې ده چې دڅه رقم ممکنه ورانکارۍ دمخنيوي دپاره امنيتي ځواکونه چمتو کړل شوي او دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور ټول بازارونه تړل شوي دي.
په خيبرپښتونخوا کې شپږ ضلعې حساسې گرځول شوي او دشپږو سوؤ څخه په زياتو کسانو دجوخت نظر ساتلو امر شوى دى.
په پيښور کې ټول مهم بازارونه تړل شوي او دامنيت چارې دپوليس ترڅنگ مليشه او دخاصه دارو ته سپارل شوي دي.
دپاکستان دکورنيو چارودوزارت په وينا دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور، کوهاټ، هنگو او ډي ائي خان حساسې سيمې گرځول شوي او په دغو ضلعو کې دڅه قسمه ممکنه ورانکارۍ دمخنيوي دپاره امنيتي ځواکونه کلکې پهرې ورکوي.
په پيښور او نورو حساسو سيمو کې امنيتي ځواکونو ته امر شوى چې شکمن خلک په چيک پوسټونو ايسار کړي او ترهه گر دليدلو سره سم په گولو اوولي.
محرم هاغه مياشت ده چې په لسم تاريخ يې دکربلا پيښه رامينځته شوې وه.
په دغه پيښه کې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) لمسى حضرت حسين او دهغه دکورنۍ نور غړي شهيدان کړل شوي وؤ.
ددغه پيښې په غم کې هر کال په محرم کې دحضرت حسين سيرت او صفاتو باندې رڼا اچول کيږي او ددغې پيښې په غم کې ماتم کولى شي.
دخيبرپښتونخوا په گډون په ټول پاکستان کې دمحرم دمياشتې پيل کيدلو سره سم په امام باړو او جوماتونو کې د ماتم دمجلسونو لړۍ پيل شوې ده او علماء او ذاکرين دکربلا په پيښه رڼا اچوي.
دممکنه ترهه گرۍ دپيښو يا نور بيړني وضعيت څخه دماتمي جلوسونو دژغورلو دپاره سږ کال دتيرو وختونو په پرتله زيات سخت گامونه اخستل شوي دي.
بايد وويل شي دتيرو څو کالو راهسې په پاکستان کې دعاشورې په مهال دورانکارۍ پيښې رامينځته کيږي او په دغسې پيښو کې تر دې مهاله په سلگونو کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG