لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت وايي موجوده مالي کال به د توانايي لوې منصوبې پېل کوي


د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د بجلي او توانايي صلاحکار حمايت الله خان ويلي صوبايي حکومت به په مالي کال ۲۰۱۹ او ۲۰ کې د شا او خوا څلوراربه ډالرو ترقياتي منصوبې شروع کوي چې پکې به د بجلۍ د پیداوار منصوبې هم شاملې وي.

په پېښور کې د پښتونخوا انرجي ډويلپمنټ ارګانيزيشن دفتر کې د نړيوال بېنک، ايشین ډويلپمنټ بېنک او انټرنشنل فنانس کارپوريشن چارواکو سره د غونډې وروسته، حمایت الله خان مطبوعاتو ته وویل د بهرنیو مالي ادارو سره په شریکه منصوبې ترسره کېدو په نتیجه کې به په ملک د بجلې په بحران قابو ومندل شي او قومي خزانې ته به هم ترې ګټې رسي.

د صوبايي حکومت د صلاحکار ترمخه، ورلډ بېنک په دریو منصوبو دپاره مالي وسایل برابروي، ایشین ډوېلپمنټ بېنک به د دوو او انټرنیشنل فاینېنس کارپوریشن به دریو منصوبو کې شریکیږی.

نوموړي زياته کړه چې صوبايي حکومت په پېښور سيمه کې پيدا کيدونکي بجلي د نمونې په شکل نزدې کارخانو ته په ارزانه بيا ورکوي او دا چې دغه ماډل یا طریقه کار د کاميابۍ په لورې روان دی. هغه دا هم وويل چې ډير زر به دغه شان د صوبې نورو کارخانو ته هم د ياده اداره په کم قيمت بجلي ورکوي چې له امله به يي صنعتي څانگه به د ترقۍ په لار روانه شي.

په دغه موقع د خېبر پښتونخوا د خزانې صوبايي وزير تيمور سليم خان جګړا مېډيا ته وويل چې د خېبر پښتونخوا د توانايي په شعبه کې د نړي وال بېنک پشمول نورو مالي ادارو لخوا سرمايه کارۍ سره به په صوبه کې د بجلې پيداوار د زياتېدو سره سره به عام ولس ته د روزګار موقعې هم په لاس ورشي.

ښاغلي جگړا وویل چې په ضوبه کې د " درې څلور اربه ډالرو" سرمایه کاري وشي نو د سیمې په معیشت به ښه اثر پريوزي."چې مونږه په انرجي (توانايي) شعبه کې په پښتونخوا کې دومره انوسمنټ راولو دا ډيره غټه خبره ده."

د غونډي په محال دا هم وويل شول چې څه کم څلور اربه ډالرو په مرستې سره د توانايي او بجلې په شعبه کې شروع کېدونکې اته منصوبې به د څلورو نه تر د شپږو کلونه پورې وخت کې مکمل کيږي او څه د پاسه ۱۲۰۰ ميګا واټه بجلې پېدا کولو صلاحيت به لري.

د صوبايي حکومت د توانايي د څانگې یو چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل چې د صوبې په ترقیاتي منصوبو کې د بهرنیو مالي ادارو پنگونه یا سرمایه کاري د اسانو قرضونو په شکل کې کولی شي چې د سود شرح یې کمه ده او ادایگي به یې د منصوبو د مکمل کیدو وروسته پېل کیږي. چارواکي وویل دغه مجوزه منصوبې به په څلورو کلونو کې سر ته رسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG