لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر د بونیر پولیس مرکز پرانیسته وکړه


دغه منصوبې د امریکې د حکومت په مالي مرسته مکمل کړی شوي دي او پرانېسته یې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویزخټک، د صوبې د پولیس مشر صلاح الدین خان محسود او امریکايي سفارتکار گریگري شیفر د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښور په وزیراعلا هاوس کې په یوه دستوره کې وکړه
دغه منصوبې د امریکې د حکومت په مالي مرسته مکمل کړی شوي دي او پرانېسته یې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویزخټک، د صوبې د پولیس مشر صلاح الدین خان محسود او امریکايي سفارتکار گریگري شیفر د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښور په وزیراعلا هاوس کې په یوه دستوره کې وکړه

په خېبر پښتونخوا کې د یو اشاریه نهه ارب روپو په لگښت د صوبې د پولیس دپاره درې منصوبې سر ته رسول شوي دي چې پکې په بونیر کې د پولیس مرکز یا پولیس لاینز هم شامل دی.

دغه منصوبې د امریکې د حکومت په مالي مرسته مکمل کړی شوي دي او پرانېسته یې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویزخټک، د صوبې د پولیس مشر صلاح الدین خان محسود او امریکايي سفارتکار گریگري شیفر د نهې، سه شنبې، په ورځ د پېښور په وزیراعلا هاوس کې په یوه دستوره کې وکړه.

په پېښور کې د امریکې کونسل خانې په بیان کې ویل شوي چې د بنیادي اسانتیاو په دریو واړو منصوبو په مجموعي توگه یو اشاریه نهه ارب روپۍ یا ١٧ میلین ډالر لگښت شوی دی.

د امریکې په مرسته مکمل شوو منصوبو کې په بونیر کې د پولیس مرکز یا بونیر پولیس لاینز، د پولیس په مرکز کې د تربيي اضافي اسانتیاوې او د "سرې سپوږمۍ" نومې د طبي امداد ٣١ پوسټونه شامل دي.

د کونسل په بیان کې ویل شوي دي چې ددې منصوبو سر ته د رسیدو په نتیجه کې به د خېبرپښتونخوا پولیس صلاحیتونه زیات چې شي د فاټا څخه د ترهگرو د ور اوړیدلو مخه ونیسي او د تربیی بهتر اسانتیاوې به په لاس ورشي. بیان زیاته کړه چې په کومو سیمو کې وسله وال فعالیتونه لري هلته به پولیس د تربيي سهولتونه ښه شي.

په وزیراعلا هاوس کې د منصوبو د پرانستې دستورې ته امریکايي سفارتکار گریگري شیفر دا منصوبې د دواړو هیوادونو د غیر پوځي قانون نافذ کونکو ادارو ترمنځ همکاري په ډاگه کوي. هغه وویل د خېبرپښتونخوا پولیس باید په دې خبره فخر محسوس کړي چې د کوښښونو په نتیجه کې یې د ترهگرۍ پېښې کمې شوي دي او د خېبرپښتونخوا اولس نسبتاً په امن کې ژوند کوي.

ښاغلي شیفر وویل په تیرو ١٥ کلونو کې د امریکې د مخدره موادو او د قانون نافد کونکې ادارې، ايي این ایل، د خېبرپښتونخوا پولیس ته د زرگونو په شمیره حفاظتي الات، په درځنونو بکتر بند موټرې او د پولیس د تربيي ساز او سامان ورکړی دی. ددې نه علاوه، هغه وویل د صوبې پولیس ته په جدیدو طریقو د جرمونو د تحقیقاتو او بیړني حالاتو ته د ردعمل تربیه ورکړی شوي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG