لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د ډاکټرانو هړتال، د صوبايي حکومت او ډاکټرانو لانجه په څه ده؟


عبدالرزاق

د خېبر پښتونخوا په سرکاري هسپتالونو کې د ډاکټرانو هړتال په اړه صوبايي حکومت دریځ لري چې ډاکټران د صوبې په لرو پرتو سېمو کې ډيوټۍ یا کار کولو نه انکار کوي.

خو د صوبې ډاکټران بیا په حکومت تور لګوي چې دوي سرکاري هسپتالونه شخصي (پراېیوټ) کوي او په دغې اړه يې یو قانون هم تیار کړی.

د صوبايي حکومت دریځ:

د (کی پی ریجنل اېنډ ډسټرکټ هېلته اتهارټي اېکټ ۲۰۱۹ ) قانون په اړه د صحت صوبايي وزیر صلاحکار ډاکټر جواد واصف وايي د دې قانون مقصد د اختياراتو مناسب تقسيم دی، نه چې د هسپتالونو نجکاري یا شخصي کول.

٫٫ یو سیمه ایز بورډ به جوړیږي او دغه بورډ به نېغ په نېغه فیصله کوي او (کارونه) به زر تر زره کېږې. خلکو ته به بیا بیا راتلل نه وي. په دغه بورډ کې به پنځه کسان وي چې دوه به پکې ډاکټران وي، يو د نرسانو نماېنده او دوه به پکې د ټولنې نماېندګان وي.٬٬

ډاکټر واصف زیاته کړې چې د صحت محکمې لخوا جوړې شوې کميټۍ د ډاکټرونو د تعليم او سپيشلاېزيشن (په ځانګړې څانګه کې د ډاکټرانو ډګري) په بنياد د دوو کالو لپاره د دوي تبادلې (ټرانسفر) د دوي ابايي سیمو ته کړي دي چرته چې په هسپتالونو کې د ډاکټرانو اړتیا ده.

د ډاکټر جواد واصف تر مخه د خېبر پښتونخوا د لرې پرتو سیمو په هسپتالونو کې ۷۰ سلنه څوکې (پوسټونه) خالي دي او حکومت به ۱۰۰۰ ډاکټران دغه سیمو ته لیږي.

د پېښور یو خبریال شهاب الدين وايي د پښتونخوا حکومت سره په صوبه کې د ډاکټرانو کمی پوره کولو لپاره وساېل نشته نو ځکه د ایالت لویو هسپتالونو (مېډیکل انسټي ټیوټس) نه ډاکټران خپلو سیمو ته لیګل غواړي.

٫٫ د حکومت سره په دې وخت کې پېسې نشته نو ځکه دوي د (اېم ټي ايي) هسپتالونو ډاکټران خپلو ضلعو او سیمو ته لیګل غواړي.٬٬

شهاب الدین زیاتوي چې دغه لویو هسپتالونو ته چې بیا کله د نورو ډاکټرانو ضرورت وي نو دوي به يې پخپله بهرتي کوي.

د احتجاج کونکي ډاکټران څه وايي؟

د خېبر پښتونخوا د علاقايي او ضلعي صحت اتهارټي قانوني موسودې ترمخه به د سیمه ایزو افسرانو ټاکنه د صوبې اعلا وزیر کوي، خو د نورو غړو ټاکنه به یوه کمټي کوي.

د یاد قانون تر مخه که یو غړی سم کار نه کوي نو د صحت وزیر به دا اختیار لري چې هغه د خپلې څوکۍ نه لرې کړي.

د تیرو څلورو ورځو راهسې په خېبر پښتونخوا کې په سرکاري هسپتالونو کې د هړتال په اړه یوې خبري غونډي ته د خالي یا شنبې په ورځ د صوبې د ډاکټرانو کونسل کنوینيېر ډاکټر سراج اسلام ویلي چې د صوبې په ټولو ضلعو کې ډاکټران په احتجاج دي.

نوموړي تور لګولی چې د ریجنل او ډسټرکټ هېلته اتهارټي نه دا ښکاره ده چې حکومت د ډاکټرانو سرکاري نوکرۍ ختمول غواړي او د ډاکټرانو نه د ترقۍ او نورو مراعاتو اخستل غواړي.

٫٫ د هسپتالونو چې کومه نجکاري کېږي د هغې قانوني مسودې کاپي مونږ ترلاسه کړې کومه چې حکومت زمونږ نه پټه ساتلې.په دغه مسوده کې ښکار لیکل شوي چې د سرکاري ملازمينو سرکاري حيثت ختم کړی شو او هسپتالونو ته د حکومت لخوا ميلاويدونکې فنډونو ته د قرضې درجه ورکړې شوې، چې معنا يې دا ده چې هسپتال به اوس خپل فنډونه په خپله پېدا کوی.٬٬

په يادې قانوني مسودې کې دا هم ليکل شوي چې ريجنل هلته اتهارټي به د صحت په مرکزونو کې د ډاکټرانو تقرري، د ملازمينو د کار کولو لپاره قاعده او تاديبي کاروايانو کې شفافيت راوستلو واک لري. د مسودې ترمخه اتهارټي ته به د يو خالي عهدې ختمولو، نوې عهدې پېدا کولو او د يوې عهدې په قاعدو کې بدلون راوستلو اختيار هم حاصل وي.

د خېبر پښتونخوا حکومت او د صوبې د ډاکټرانو تر منځه روانه لانجه به خداې خبر کوم ځاې ته رسي خو د صوبې خلک او په خاصه توګه مریضان او د دوي خپل خپلوان د تیرو څو ورځو راهسې د سخت کړاو سره مخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG