لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

'پاکستان د تېلو ۵۰ % برخه پښتونخوا کې پیدا کوي'


په پاکستان کې هره ورځ یو لاک بېرله خام تېل پیدا کېږي چې نیمايي برخه یې د پښتونخوا د کرک، کوهاټ او بنو له سیمو راوځي

دا خبره د اټک ریفاینري چیف ایګزیکیټیو افیسر محمد عادل خټک د مشال ریډیو په خپرونه کې د بحث په وخت کړی ده.

نوموړي وویل چې په پاکستان کې هره ورځ یو لاک بېرله خام تېل پیدا کېږي چې نیمايي برخه یې د پښتونخوا د کرک، کوهاټ او بنو له سیمو راوځي او اټک ریفاینري ته راځي، دغه شان د هیواد قدرتي ګېس پنځلس فیصده په پښتونخوا کې پیدا کېږي. او په دغه سیمه کې نورې هم وسیلې شته چې لا پټې دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې عادل خټک زیاته کړه چې د پاکستان د اساسي قانون تر مخه د ګېس په پیداوار تر ټولو لومړی حق د هغه صوبې دي چېرته چې دا پیدا کېږي خو له بده مرغه په دې اصول باندې په سختۍ سره عمل نه کېږي. بلوچستان يې ښه بېلګه ده، چرته چې په نولس سوه پنځوسم کال کې ګېس موندل شوی وو خو هلته اېله په نولس سوه اتیایم کال د بلوچستان مرکز کوټې ته ګېس رسېدلی وو. هېچا هم دې ته پام نه وو کړی چې د دې ضمانت خو په اساسي قانون کې ورکړل شوی چې په قدرتي وسیلو اول حق د صوبو د ولس دی. عادل خټک زیاتوي چې اوس ولس په خپلو حقونو خبر دی او د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره بیدار شوي دي.

کله چې له نوموړي په دې قدرتي وسیلو په ګټه کې د صوبو د ونډې (راییلیټي) په باب وپوښتل شول نو هغه وویل چې د بجلۍ د خالصې کورنۍ ګټې (منافع) په مقابله کې صوبو ته د تېلود منافعې ورکولو معامله بهتره ده.

عادل خټک وویل چې د هایډل پاور د خالص منافعې معامله خو ډیره پخوانۍ ده او اوس بقایاجات اربونو روپو ته رسېدلي دي. د نولس سوه درې اویایم د دستور له مخې دغه خالصه منافعه باید صوبو ته ورکړل شوې وی خو په دغې هم پوره عمل نه دی شوی.

د بجلۍ پیدا کولو تر ټولو اسانه لار دا ده چې له اوبو پیدا شي او موږ ډېر خوش-بخته یو چې په پښتونخوا کې له موږ سره ډیرې اوبه دي. که چېرې په پاکستان کې ټول ډېمونه جوړ شي نو دا هیواد د شپیته زره مېګا واټو بجلۍ موندلو وړتیا لري او په دې کې ۲۵ زره مېګا واټه بجلۍ یوازې په پښتونخوا کې پیدا کېدلی شي.

عادل خټک وویل چې په پاکستان کې د ځېنو خلکو دا خواهش وو چې کالاباغ ډیم جوړ شي خو چې هغه جوړ نه شو نو په نورو ډیمونو باندې هم کار ودرېد. د کالاباغ ډېم له وجې ټول پاکستان ته سزا ورکړل شوې ده. او په دې لانجه کې زموږ شل، پنځه ویشت کاله هم ضایعه شو. که چېرې په پښتونخوا کې له اوبو د بجلۍ موندلو پروسه پر مخ ولاړه شي او بیا موږ ددغه بجلۍ د تقسیم خپل نظام هم جوړ کړو نو بجلي به ارزانه شي، صنعتونه به وده وکړي او زموږ ولس ته به ډېره ګټه ورسي.

د دې دومره ډېرو وسیلو باوجود د دې سیمې ولس ولې د اقتصادي بدحالۍ ښکار دئ؟ د دې په ځواب کې عادل خټک وویل چې په سیمه کې تر ټولو غټه ستونځه د خراب امنیت ده. دلته نړیوالې ادارې او هېوادونه سرمایه کاري نه کوي او دا لږه سرمایه نه غواړي بلکې داد بیلینونو ډالرو خبره ده. له بهره به سرمایه کار هله راځي چې امنیت ښه شي او بله دا چې هغوی ته به اسانتیاوي ورکول وي نو هله به لویه پانګه وال راځي. بله دا چې په دغه اړه د کارپوهانو او ماهرینو تیارول دي چې هغوی څېړنې وکړي او له دغه وسیلو د ګټو پورته کولو لارې بیا و مومي.

د مشال ریډیو په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG