لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور د صحافيانو سندريز ماښام


د سندرو ددغه شپې تابيا پيښور پريس کلب کړې وه چې پکې د پيښتو نوميالو هنرمندانو ميرمن صاٍئمه ناز، ښاغلي ظفراقرار،ميرمن دلراج اؤ ښاغلي اشرف گلزار د خپل فن مظاهره وکړه اؤ خبريالان يې پخپلو خوږو اوازونو د سندرو څخه محظوظ کړل.
د سندرو ددغه شپې تابيا پيښور پريس کلب کړې وه چې پکې د پيښتو نوميالو هنرمندانو ميرمن صاٍئمه ناز، ښاغلي ظفراقرار،ميرمن دلراج اؤ ښاغلي اشرف گلزار د خپل فن مظاهره وکړه اؤ خبريالان يې پخپلو خوږو اوازونو د سندرو څخه محظوظ کړل.
فاروق فراق
د خبريال ژوند هر چرته ستړى اؤ لالهانده وي خو په پيښور کې چې خبريالان څومره په تاوژن ماحول کې خپلې پيشه وارانه ذمه وارۍ ترسره کوي هغه د هيچا څخه پټ نه دى .
دجنگ په اوله کرښه ولاړدغه خبريالان دبمونواؤبارودو په گړازار کې کۀ چرته د اورونودلمبوڅخه دحقيقتونو راټولولو په هڅه کې دخپل ژوندڅخه لاس وينځي نوهلته همدغه خلک دي چې دانساني ژونداؤامن دپاره په نړيوال کچ غږپورته کوي اؤدانسان دښمنه قوتونود شومواؤناوړه پلانونوڅخه
دخپلوڅيړنواؤتبصرولۀ لارې مظلوم اؤځپل شوي اولسونه خبروي.
حتى په تيرو وختونو کې پخپله پيښور پريس کلب د يو ځان وژونکي بريد ښکار شوى چې پکې گڼ شمير د قلم مزدورانو خپل ژوند دلاسه ورکړى ؤ.
دپښتنې سيمې ددغوخبريالانوژوند په سيمه کې سيوا شوي تندلاريتوب اؤ د ترهگرۍ په ضد روانې جگړې دومره ستغ اؤسپورکړى دى چې دانساني لاشونو دشميرنې،دځپل شوؤخلکوداحتجاجونوريکارډ کولو،دبې کوره اؤدرپه دره خلکودستونزواؤفريادونوخورولوڅخه پرته ورته دخپل ځان اؤخپل فاميل دخوشحاله ساتلوډيرې کمې موقعې په لاس ورځي،
دغه خبريالان چې کله دخپلودندوڅخه دلږ ساعت دپاره اوزگارشي،دخلکوڅخه دپوښتنوکولوکتاب بندکړي اؤپه عامومحفلونوکې ورگډشي نوبيا دټولنې وگړي دهغوئ په وړاندې دخپلو پوښتنوکتاب راوسپړي اؤکه چرې پخپلومنځونوکې خبريالانوته دناستې موقعه برابريږي نوبيا خودخشکوسياسي بحثونويوه داسې لړۍ پيل شي چې دانسان په زړۀ ورته خړه راشي .
اؤدغسې مونږ ويلى شوچې دپيښور خبريال ته هډو ددمې موقعه په لاس نۀ ورځي
شپه ورځ دجنگ دکرښې څخه دحقيقتونوپه راټولولوکې لالهانده دحالاتودجبراؤسنگينۍ څخه پريشان د پيښور په شلگونو خبريالان چې دنړۍ دبيلابيلوخبري شبکوسره مربوط دي ډيره موده وروستوپه پيښور پريس کلب کې د زيارت په شپه په داسې حال کې راټول شول چې هيڅ سياسي بحث نۀ کيدو، دمړو اؤ زخميانو په شميره خبرې نه وې، د سيمې اؤ نړۍ په حالاتو خشکې اؤ ستغې تبصرې نه وې .
کۀ ؤ نو بس هغه د رباب زړۀ ته کوزيدونکى ترنگ، د هارمونيم سرور، اؤ د طبلې ليطف ډنگ ؤ.
دا د موسيقۍ هغه د سرور نه ډک محفل ؤ چې يواځې صحافيان پکې راټول شوي وؤ اؤ پيئيلې يې وه چې د حالاتو د غرمو څخه به د موسيقۍ دفن د ونې په سيوري د لږ ساعت دپاره دمه کوي اؤ خپل ذهنونه به تازه کوي.
د سندرو ددغه شپې تابيا پيښور پريس کلب کړې وه چې پکې د پيښتو نوميالو هنرمندانو ميرمن صاٍئمه ناز، ښاغلي ظفراقرار،ميرمن دلراج اؤ ښاغلي اشرف گلزار د خپل فن مظاهره وکړه اؤ خبريالان يې پخپلو خوږو اوازونو د سندرو څخه محظوظ کړل.
په دغه موقعې د سندرو ترڅنگ د صحافيانو لخوا د خوږو سازونو اؤ ملي ترانو په وړاندې د ملي اتڼ غوره مظاهره هم وکړل شوه .
دموسيقۍ دستورې ته د پيښور پريس کلب صدر ناصرحسين پخپله وينا کې وويل چې نن کۀ هر څو د پښتنې سيمې خبريالان د جنگونو اؤ بمونو په ماحول کې خپلې پيشه وارانه ذمه وارۍ ترسره کوي خو ددې ترڅنگ دغه صحافيان د خپل کلتور د ودې دپاره د گامونو اخستو څخه هم نۀ دي بې غمه.
هغه وويل داسې محفلونه نړۍ ته ښايي چې پښتون اولس اؤ صحافيان په امن، سوله اؤ فن مـئين خلک دي اؤ په خپله سيمه اؤ نړۍ کې د جنگونو طرفداري نه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG