لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د باران او ږلۍ له امله لس تنه مړه، ‏‎12‎‏ ژوبل شوي ‏


خېبرپښتونخوا صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي، په صوبه کې د باران او او ږلۍ له امله لس تنه مړه، چې زياتره یې ‏ماشومان دي، او ‏‎12‎‏ نور ژوبل شوي دي.‏

پي ډي اېم اې په صوبه کې د باران او ږلۍ له امله پېښو کې د مرګ ژوبلو تفصيل په اېکس (پخواني ټویټر) خپور کړی او ویلي يې دي، په مړه شوو کسانو ‏کې اته ماشومان او دوه ښځې او په ژوبلو کې نهه ماشومان، دوه ښځې او يو سړی شامل دي.‏

د ادارې ترمخه د صوبې په مختلفو برخو کې د ديوالونو او چتونو غورځېدو په پېښو کې ‏‎27‎‏ کورونو ته تاوان اوښتی دی.‏

پي ډي اېم اې ويلي، په شانګله کې څلور، بنو کې درې او باجوړ کې يو ماشوم مړ شوی دی.‏
د صوبې په بېلابيلو برخو کې د تېز باران سره سخته ږلۍ شوې او د غنمو فصل ته یې سخت تاوان اړولی دی.‏

د کروندګرو په خبره، د بې وخته بارانونو له وجې د تېر کال په څېر امکان لري سږ کال هم غنم تش پاتې شي او هغوی تاوانونو سره مخ شي.‏

پوهان وایي د موسمي بدلون له وجې په وخت بارانونه نه کیږي او امکان لري روان کال د غنمو د پیداوار هدف پوره نه شي.‏

د پاکستان د خوراک وزارت د روان مالي کال 2023-24 دپاره د غنمو د پیداوار هدف 32.2 میلينه ټنه مقرر کړی، تېر کال د غنمو د پیداوار هدف 28 ملينه ‏ټنه هم نه وو پوره شوی.‏

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور د بارانونو له امله د تاوانونو او اغېزمنو کورنيو دپاره د مالي مرستو اعلان کړی دی. خو د مالي مرستو ‏تفصيل نه دی ويل شوی.‏
ويل شوي، وزيراعلا د ښېګړې ادارې او اړونده ضلعو انتظاميې ته لارښوونه کړې اغېزمنو ته د مالي مرستو رسولو دپاره یې اړين اقدامات وکړل شي.‏
نوموړي په صوبه کې د بارانونو له امله د ځاني او مالي تاوانونو رپورټ غوښتی دی.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG