لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرېملېن: د روس حکومت د وېګنر ګروپ د مشر په مرګ کې لاس نه لري



په کرایه د جنګېدونکي ځواک وېګنر ګروپ مشر اېګنېو پرېګوژېن په هغه جهاز کې و چې د شورو، چهارشنبې، په ماښام د ماسکو سره نژدې وغورځېدو او تباه شو
په کرایه د جنګېدونکي ځواک وېګنر ګروپ مشر اېګنېو پرېګوژېن په هغه جهاز کې و چې د شورو، چهارشنبې، په ماښام د ماسکو سره نژدې وغورځېدو او تباه شو

کرېملېن د جمعې په ورځ د مغربي مطبوعاتو دا اندازې رد کړې چې د وېګنر ګروپ مشر د مرګ سازش د روس صدر ولادېمېرپوټن تیار کړی. کرېملېن دغه خبره"مکمل دروغ" وبلله.

په کرایه د جنګېدونکي ځواک وېګنر ګروپ مشر اېګنېو پرېګوژېن په هغه جهاز کې و چې د شورو، چهارشنبې، په ماښام د ماسکو سره نژدې وغورځېدو او تباه شو.

صدر پوټن وویل ابتدايي معلوماتو وايي چې پرېګوژېن او په وېګنر ګروپ کې د هغه نژدې مرستیالان ټول مړه شوي دي.

د روس نایب خارجه وزیر سرګی ریابکو د امریکې صدر جوبایډن په دې خبره سخت تنقید وکړو چې صدر پوټن د پرېګوژېن د مرګ سازش تیار کړی و.

ریابکوف وویل د امریکې صدر ته نه دي پکار د داسې ډول غمجنو واقعاتو په باره کې خبرې وکړي.

صدر بایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل د پرېګوژېن مرګ د هغه دپاره د حېرانتیا خبره نه ده. "په روس کې ډیر څه داسې نه کېږي چې پوټن یې په شا نه وي."

اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې نه روس د حکومتي ترجمان نه پوښتنه وکړه چې ایا د پرېګوژېن د مرګ رسمي تصدیق یې ترلاسه کړی دی نو د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف د صدر پوټن بیان ته اشاره وکړه چې هغه یوه ورځ وړاندې ورکړی و. پېسکوف وویل په موجوده وخت کې ضروري تجزيې کېږي او کله چې ټولې نتیجې تیارې شي نو شایع به کړی شي.

د امریکې د استخباراتو د ابتدايي اندازو ترمخه ماسکو سره نژدې غورځېدلي جهاز کې دننه چاودنه شوي وه. یو امریکايي او مغربي چارواکو چې دغه اندازه يې بیانوله وویل داسې ښکاري چې پرېکوژېن په هدف کړی شوی دی او د جهاز چاودنه نورو هغو تېرو واقعاتو سره سمون خوري چې پوټن په کې ناقدین د خاموشه کولو کوښښ کوي.

استخباراتي چارواکو دا نه ده واضحه کړې چې د پرېکوژېن په جهاز کې مبینه چاودنه څنګه وشوه خو داسې ګڼل کېږي چې دا د جون په میاشت کې د صدر پوټن خلاف د بغاوت به بدل کې شوې.

یادونه: د دې خبر معلومات ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شو‌ي‌ دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG