د افغانستان په ختيزه صوبه کونړ کې د سړک غاړې ته ښخ يو بم په چاؤدنه کې د ماشومانو په گډون لږ تر لږه اووه ملکي کسان وژل شوي ، او درې نور ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه دغه پېښه نن د اتوار په ورځ د کونړ په نړۍ ضلع کې رامنځته شوې ده .
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم وئيلي ، په يو گاډي کې عام ځايي خلک روان وو ، چې د سړک غاړې ته ښخ بم پرې چاؤدېدلی او مرگ ژوبله يي اړولې ده . نوموړي پېښه کې د درې کسانو د ژوبلېدو پخلی هم کړی دی .
راپورونه وايي د چاؤدنې په نتيجه کې په وژل شوؤ کې دوه ماشومانې او نور سړي دي .
د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې ، خو چارواکي يي زمه واري په وسله والو اچوي .