لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : پوځي عملياتو کې 20 جنگيالي وژل شوي دي


کرمه ايجنسي : پوځي عملياتو کې 20 جنگيالي وژل شوي دي
کرمه ايجنسي : پوځي عملياتو کې 20 جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې چارواکي وائي پاکستاني ځواکونو د گن شپ هيلي کاپټرو له لارې دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې ده چې پکې لږ ترلږه 20 مشکوک جنگيالي وژل شوي دي.
په سيمه کې يو انتظامي چارواکي جميل خان ددغو پوځي عملياتو په هکله ميډيا سره په خبرو کې وويل امنيتي ځواکونو دغه عمليات دزيارت په سحر دکرمې ايجنسۍ په چنارک سيمه کې وروستو له هغې ترسره کړل چې ورته په دغه سيمه کې ديو شمير تندلارو دموجوديت اطلاع ترلاسه شوه.
هغه وويل دهيلي کاپټرو څخه شوې گوله بارۍ کې دچاؤديدونکو موادو څخه ډک يو گاډى هم تباه کړل شوى دى.
سرچينې وائي په دغو عملياتو کې خواؤشا 25 جنگيالي ژوبل شوي هم دي.
بل لوري ته سرچينې وائي هم په مينځنۍ کرمه ايجنسۍ کې ددوؤ ډلو ترمينځ شوې نښته کې 6 کسان وژل شوي دي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
تيره ورځ هم امنيتي ځواکونو دمينځنۍ کرمې ايجنسۍ په چنارک سيمه کې دهيلي کاپټرو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو گوله باري کړې وه چې پکې 10 جنگيالي وژل شوي وؤ او دهغوي درې ځالې هم تباه شوې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG